د ازموینو ملي ادارې لنډه تاریخچه

کانکور ازموینه په هېواد کې له ۱۳۳۹ کار راهیسې هر کال د دولسمو ټولګیو فارغانو څخه د هغوی د فکری او زده کړه ییزو استعدادونو د ارزونې او تحصیلي بنسټونو ته د وړ ځوانانو د ورپیژندنې په موخه ترسره کیږي، که څه هم په لومړیو کې دغه ازموینه له محدود شمېر داوطلبانو څخه اخیستل کېده خو نن ورځ دغه ازموینه په هېواد کې په یوې سترې ملي پروسې بدله شوې او نه یوازې دا چې اوس مهال د دولسمو ټولګیو په سل هاو زره فارغان په کې ګډون کوي، بلکې هر کال د لوړو علمي او تخصصي پروګرامونو په ګډون د ملکي او نظامي ادارو لپاره ګڼ شمېر ډله ییزې ازموینې د کانکور ادارې له خوا اخیستل کیږي او زیات شمېر ځوانان په کې ګډون کوي.

دې ادارې تر ۱۳۶۵ کال د مخه د امتحاناتو کمټې په نامه د کابل پوهنتون په چوکاټ کې فعالیت درلود او د کابل پوهنتون په عمومي کتابتون کې یې خپلې چارې پر مخ وړلې. له یادې نېټې وروسته د اړوندو ادارو او د وخت له غوښتنې سره سم چې په هېواد کې د ښوونځیو کچه په پراخېدو وه او د دولسمو ټولګیو د فارغان تعداد کال تر بله لوړېده، د کمیټې فعالیتونه هم پراخه شول چې له امله یې یاده کمېټه د ښوونې او روزنې په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت مرکز ته ولېږدول شوه. په ۱۳۸۶ کال کې د کانکور ازموینو کمېټه د کانکور ازموینو په ریاست بدله شوه او په همغه پخوانۍ ودانۍ کې یې خپل فعالیتونه د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معینیت په چوکاټ کې پر مخ یوړل. په ۱۳۹۳ کال کې د لوړو زده کړو د وړاندیز سره سم یاد ریاست د ازموینو په عمومي ریاست واوښت، دا هغه خت و چې کانکور ازموینې په هېواد کې په یوه ملي پروسه بدلې شوې وه او د یاد ریاست مسوولین د هېواد په ۳۸ حوزو کې د دولسمو ټولګیو، دیني علومو، څوارلسمو ټولګیو فارغانو او همدارنګه د نظامي اکاډمیو لپاره د ازموینو په اخیستلو بوخت وو.

د ۱۳۹۴ تر ۱۳۹۷ کال پورې چې کانکور ازموینه په هېواد کې د حکومت لپاره په یوه ستره معضله بدله شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، ازموینو عمومي ریاست مسوولینو، کارکوونکو او استادانو له خوا د کانکور ازموینو پروسې د اصلاح او معیاري کولو لپاره سنجول شوي تدابیر طرح او تطبیق شو، چې له نېکه مرغه د دغو تدابیرو په پلي کولو سره د کانکور ازموینو په پروسه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شول، چې په پای کې یې د ازموینو عموي ریاست ونډه په ټولنه او حکومتي چوکاټ کې بنسټیزه کړه.

په ۱۳۹۴ کال کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په همکارۍ د کانکور ازموینو ریاست مطبعه جوړه او د چاپ په عصري ماشینونو سمبال شوه چې له امله یې د ازموینې داوطلبانو لپاره د پوښتنو او نورو فورمونو د چاپ چارې خورا چټکې او منظمې شوې، په لومړي ځل د هر داوطلب لپاره د پوښتنو جلا کتابچې چاپ شوې چې له مخې یې د داوطلبانو ترمنځ د نقل مخنیوی وشو، په داسې حال کې چې له دې مخکې به د ټولو داوطلبانو لپاره یوازې څو کټګورۍ فورمونه چاپېدل. په ۱۳۹۵ کال کې د USAID په همکارۍ د کانکور ازموینو لپاره د بایومتریک سېستم جوړ شو او د (۱۳۹۵کب۲) یې پرانیسته وشوه، یاد سېستم په لومړي ځل د ۱۳۹۵ – ۱۳۹۶ کال کانکور ازموینه کې په ټول هېواد کې په بریالیتوب سره تطبیق شو چې له امله یې په ازموینه کې د عوضي اشخاصو د ګډون مخه ونیول شوه. په ۱۳۹۵ کال کې د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په منظورۍ د کانکور ازموینو پروسه کې موسمې بدلون رامنځته شو او په لومړي ځل د ۱۳۹۵ – ۱۳۹۶ کال کانکور ازموینه د ۱۳۹۵ کال کب میاشتې له پنځلسمې پیل شوه په داسې حال کې چې مخکې به یاده ازموینه د لیندۍ میاشتې څخه پیل کېده او په کب میاشت کې به پای ته رسېده. همدارنګه د ګډونوالو د کارټونو رنګه چاپ او د ځواب پاڼو د لوستو لپاره د Optical Mark Reader په نامه عصري ماشینونه له بهری څخه راوړل شول چې د پوښتن پاڼو د سکن او سکورینګ چارې یې خورا چټکې او دقیقې کړې.

د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۸ کلونو ترمنځ په هېواد کې د ازموینو عمومي ریاست له لورې د دولسموټولګیو فارغانو ترڅنګ، سترې ټولیزې ازموینې لکه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ۱۷ زره بستونو، ښوونکو، ملي تدارکاتو، الکترونیکي تذکرو، انتخاباتو کمیسیون او نظامي اکاډمیو ازموینې په پوره شفافیت سره واخیستل شوې او پرته له هر ډول درغلۍ څخه یې په خپل وخت سره پایلې اعلان شوې چې په ټول هېواد کې یې د خلکو باور او خوښۍ ترلاسه کړې. له دې جملې نه په ۱۳۹۵ کال کې ۶۱۶۱ تنو څخه د الکترونیکي تذکرو ټولیزه ازموینه، په ۱۳۹۶ کال کې د ۱۰۱۸۳۱ تنو څخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ۱۷۰۰۰بستونو ټولیزه ازموینه، د ۱۲۶۸۷۰ تنو څخه د ښوونکو بستونو لپاره ټولیزه ازموینه، په ۱۳۹۶ کې د ملي تدارکاتو ټولیزه ازموینه، د هندوستان هېواد ICCR ماسټرۍ بورسونو لپاره رقابتي ازموینه او نورې سترې ازموینې یادولی شو.

د ازموینو عمومي ریاست د ژمن رهبري پلاوي، کارکوونکو او استادانو د نه ستړې کېدونکو هڅو له امله چې د رڼو ازموینو اخیستو لپاره یې ترسره کولې، په هېواد کې یې د کانکور ازموینو ته ځانګړی باور ورکړ او د خلکو او حکومت پاملرنه یې ځانته راواړوله.

د همدغو اغیزمنو فعالیتونو او لاسته راوړنو له مخې د افغانستان اسلامي جمهوریت پرېکړه وکړه چې د ازموینو ریاست په خپلواکه توګه د ازموینې د یوې سترې ادارې په توګه په هېواد کې ټولیزې ازموینې مدیریت کړي. د ازموینو عمومي ریاست د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ کال زمري میاشتې ۲۲ نېټې (۴۹) ګڼې فرمان له مخې د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټ څخه جلا او د (ازموینو ملي ادارې) تر نامه لاندې یې فعالیتونه پیل کړل.

اوسمهال د ازموینو ملي اداره هر کال د ډولسمو ټولګیو فارغانو عمومي، متفرقه، شپې، اختصاصي، حقوقي او قضایې ستاژ، مارشال فهیم دفاعی پوهنتون، پولیسو ملي اکاډمۍ، عامې روغتیا وزارت تخصص بشپړولو، طبی عالي شورا او نورې سترې ډله ییزې ازموینې اخلي.

د یوتیوب کانال

د ازموینو ملي ادارې اړوند ویډیوګانو کتلو لپاره لاندې کلیک وکړۍ!

نورې ویډیوګانې
about images

د پوهاند عبدالقدیر خموش لنډه پېژندنه

عبدالقدیر خموش د نظرمحمد زوی دی په وردګو ولایت کې زېږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې د کابل په عبدالغفور ندیم لیسه او ثانوي زده کړې یې په نادریه ښوونځي ۱۳۶۸ کال کې پای ته رسولې دي. په ۱۳۷۷ کال کې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون څخه فارغ شو او ماسټري یې د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې له کابل پوهنتون څخه ترلاسه کړې.

عبدالقدیر خموش په خپل ژوند کې په بېلابېلو تدریسي، اداري او مطبوعاتي برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي او له خورا لوړې تجربې څخه برخمن دی. له ماسټرۍ څخه تر فارغېدو وروسته ۱۳۷۷ کال په شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو څانګې استاد په توګه دنده پیل کړه چې د تدریس ترڅنګ یې د پوهنتون په علمي کمېټو کې هم غړیتوب درلوده، په دغه موده کې یې ګڼ شمېر علمي مقالې لیکلي او خپرې کړي دي. نوموړی له ۱۳۷۹ تر ۱۳۸۵ پورې د ښوونې او روزنې پوهنتون ادبیاتو پوهنځي تدریسي مرستیال او د پښتو څانګې آمر په توګه پاتې شوی چې په یاده موده کې یې د پام وړ علمي فعالیتونه ترسره کړي دي. په ۱۳۸۹ او ۹۰ کلونو کې د استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو ټولنې مؤسس او رئیس په توګه هم چارې پر مخ وړي دي. پوهاند خموش په ۱۳۹۰ او ۱۳۹۱ کلونو کې د پکتیا پوهنتون اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کړې چې د اداري او مالي چارو ترڅنګ یې د پوهنتون پراختیایي او ساختماني پلانونو په جوړولو کې هم د پوهنتون له رهبرۍ سره د پام وړ همکاري ترسره کړې ده.

پوهاند خموش له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې د غزني پوهنتون د رئیس په توګه دنده ترسره کړې چې په ډېر بریالیتوب سره خپل مسوولیتونه پر مخ وړي دي، د پوهنتون علمي شورا ګانې یې په ښه ډول مدیریت کړي، د معاونیتونو څخه يې په ښه ډول نظارت کړی، د پوهنتون د تحصیلي، اداري، تحقیقي او تربیتي ودې لپاره یې ګټور پروګرامونه طرح او تطبیق کړي دي، د پوهنتون لپاره یې لنډمهاله او اوږد مهاله ستراتیژیک پلانونه جوړ کړي او له کورنیو او بهرنیو اکاډمیکو بنسټونو سره یې د پوهنتون د ښو اړیکو د ټینګښت په برخه کې اغېزمن اقدامات ترسره کړي دي.

پوهاند عبدالقدیر خموش په ۱۳۹۴ کال د کانکور ازموینو ریاست سره یو ځای شو او تر ۱۳۹۶ کال پورې د کانکور کمیټې د آمر په توګه فعالیتونه ترسره کړل. په دغه موده کې د نوموړي تر نظارت لاندې د ازموینو اخیستلو لپاره ګټور پلانونه طرحه شول، په مرکز او ولایتونو کې د ازموینو حوزې وټاکل شوې او د ازموینو مهال ویش جوړ شو، د ازموینو پوښتنو ته بیا کتنه وشوه او د پوښتنو بانک غني شو او په تحصیلي بنسټونو کې د پوهنتونونو له ظرفیت سره سم د محصلانو د جذب منظم پلانونه ترتیب شول.

په ۱۳۹۶ کال د کانکور کمېټې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د ازموینو عمومي ریاست ته ارتقا وکړه او پوهاند خموش د یاد ریاست سرپرست په توګه خپلې چارې پر مخ یوړې، په دې موده کې هم د ازموینو په پروسه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شول. دا چې د ازموینو عمومي ریاست په خپلو عادلانه، رڼو او منظمو فعالیتونو سره په هېواد کې سترې ټولیزې ازموینې په ښه ډول مدیریت کړې، نو د خلکو او حکومت باور یې لاسته راوړ همدا و چې یاد ریاست د هېواد د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ زمري میاشتې ۲۲ نیټې (۴۹) ګڼې فرمان له مې د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټ څخه جدا او د (ازموینو ملي ادارې) په نامه پر یوه خپلواکه اداره بدل شو.

پوهاند عبدالقدیر خموش اوس مهال د ازموینو ملي ادارې د سرپرست په توګه د یو ژمن کاري ټیم په سر کې خپله دنده په پوره ایماندارۍ او رښتینولۍ سره پر مخ وړي او په دې هڅه کې دی چې په هېواد کې د ټولیزو ازموینو یو منل شوی، په عصري ټکنالوژۍ سمبال او یو معیاري سېستم رامنځته کړي څو په هېواد کې ټولنیز عدالت او د شایسته سالارۍ اصل په ښه ډول پلی شي.

د یادونې وړ ده چې پوهاند خموش د اداري او تدریسي فعالیتونو تر څنګ په مطبوعاتي برخه کې هم له ډېرې تجربې څخه برخمن دی چې له ځینو کړنو یې په لنډ ډول یادونه کوو: له ۱۳۸۱ تر ۱۳۸۵ کال پورې د کلید اونیزې مرستیال، له ۱۳۸۲ تر ۱۳۸۵ کال پورې د مرسل اوونیزې کتنپلاوی، د "د پخلاینه" اوونیزې کتنپلاوی، د کلید راډیو ‘’تاریخي افغانستان’’ پروګرام مسوول او نور یادولی شو. پوهاند عبدالقدیر خموش د پښتو، دري او انګلیسي ژبو سره پوره بلدتیا لري او په خپل اکاډمیک ژوند کې یې په ګڼ شمېر علمي او اکاډمیکو سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډوڼ کړی دی.