02 حوت، 1399

فورمونو توزیع په اړه خبرتیا

خبرتیا
د۱۴۰۰ کال کانکور ازموینو ټولو هغو مینوالو ته چې په مرکز او ولایتونو کې په ښوونځیو کې نوم لیکنه نه ده کړې، خبر ورکول کیږي چې د نوم لیکنې فورمونو توزیع پیل شوې او د روانې (کب) میاشتې تر ۳۰ جریان لري، مینه وال کولی شی د ازموینو ملي ادارې پذیرش څانګې څخه فورمه ترلاسه او په پوهنې وزارت کې د بشپړولو وروسته یې یادې ادارې ته وسپاري
د یادونې وړده چې د مینه والو ازموینه په خپلو اړونده ولایتونو کې اخیستل کیږي