27 جدی، 1399 آمریت اطلاعات و ارتباط عامه

دخوست ولایت کی معلمین ازموینه

 
په خوست ولايت کې د ښوونکو د 131 بستونو لپاره د 1450 تنو گډونوالو څخه نن په شيخ زايد پوهنتون کې ازموينه واخيستل شوه، د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي د ازموينو د ملي ادارې څخه مننه وکړه، چې تل يې عدالت پلی کړی دی او حق يې حقدار ته سپارلی دی.
ورپسې د شيخ زايد پوهنتون رئيس پوهنمل حسين گل آريوبی د ازموينې گډونوالو ته ډاډ ورکړ چې فعلا د هيواد په کچه يوازينی اداره ده چې تل يې عدالت تأمين کړی دی او حق يې حقدار ته سپارلی دی او سبا جمعه ورځ به هم په ياد پوهنتون کې د 60 اداري بستونو لپاره له 1045 په شرايطو برابرو گډونوالو څخه ازموينه واخيستل شي.