14 حوت، 1399 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پنځمو او شپږمو بستونو ازموینې وروستی پړاو .

 
 
لیندۍ ۲۶
نن د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پنځمو او شپږمو بستونو ازموینې وروستی پړاو ترسره شو.
یاده ازموینه نن په هرات ولایت کې د ازموینو ملي ادارې مشرتابه، هرات ولایت والي، اداري اصلاحاتو او پوهنې ریاستونو مسوولینو او هرات پوهنتون رهبري پلاوي له خوا د پوښتنو صندقونو په پرانیستې سره پیل شوه.
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش په خپلو خبرو کې د هرات ولایت ټولیزو ازموینو په نظم کې د یاد ولایت اړوندو ادارو او په ځانګړې توګه هرات پوهنتون له همکاریو مننه وکړه او په ازموینه کې یې ګډونوالو ته د روڼتیا ډاډ ورکړ.
پوهاند خموش وویل د ازموینو ملي ادارې په سیستم کې د چا لپاره هیڅ توپیر نشته او هر څوک د خپل لیاقت او استعداد پر بنسټ خپل حق ترلاسه کوي. نوموړي زیاته کړه د ازموینو ملي ادارې څخه د واسطو او روابطو لمن په مطلق ډول ټوله شوې او له څو کلونو راهیسې یوازې هغه کسان چې درس یې ویلی وي، خپلو انتخابونو ته بریالي کیږي.
پوهاند عبدالقدیر خموش وویل د ازموینو ملي ادارې شعار شایسته سالاري او کار اهل کار ته سپارل دي او د دې امر د تطبیق لپاره جدي مبارزه کوو، هغه زیاته کړه د همدې اصل پر بنسټ به په دغه اداره کې د هیچا حق ونه خوړل شي.
د هرات ولایت والي سید عبدالوحید قتالي د استخدام په برخه کې د ازموینو ملي ادارې تګلاره اغېزمنه وبلله او زیاته یې کړه د کانکور ازموینو په روڼتیا سره حق تر حقداره رسیږي او له نیکه مرغه د دې ادارې په هڅو سره هغه خلاوې چې له امله یې ګډونوالو له ازموینو څخه شکایتونه درلودل، ډکې شوي دي.
د هرات ولایت اداري اصلاحاتو رییس زلمي ملیار په وینا په هرات ولایت کې د ۹۴۳ ښوونکو او ۲۲۸ اداري بستونو لپاره شاوخوا ۸۰۰۰ کسان شارت لیست شوي دي.

پر بیننده ترین مطالب

blog images

په کانکور ازموینه کې د مافیا د مخنیوي

    لیندۍ ١٣ ازموینو ملي اداره په کانکور ازموینه کې د مافیا د مخنیوي...

بیشتر بدانید ( 243 )  
blog images

د بلخ پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتون...

    لیندۍ ۲۰ د بلخ پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پنځمو ا...

بیشتر بدانید ( 213 )  
blog images

د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو...

    لیندۍ ۲۶ نن د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي...

بیشتر بدانید ( 166 )