27 جدی، 1399 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

د بلخ پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو او ښوونکو ازموینه

د بلخ پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو او ښوونکو د ګمارنې ازموینه نن په خورا شفاف او منظم ډول پای ته ورسېده.
دغه ازموینه چې نږدې ۵۷۰۰ تنو په کې ګډون درلود د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش او د ازموینو د انسجام رییس پوهنیار سیف الله رسولي تر مدیریت لاندې واخیستل شوه.
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او اړوندو ادارو له مسوولینو سره په لیدنو کې د دې ولایت لپاره د مستحق کادرونو پر ګمارنې ټینګار وکړ او هغوی ته یې په ازموینه کې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ.
پوهاند عبدالقدیر خموش د اداري اصلاحاتو بستونو د ازموینو لړۍ چې د ازموینو ملي ادارې له خوا پیل شوې، په ټول افغانستان کې بریالۍ یاده کړه او ویې ویل د دې ادارې په هڅو سره په یادو بستونو کې د ګمارنې په موخه هر ډول واسطه او شناخت له منځه تللی او حق تر حقداره رسول کیږي.
نوموړي همدارنګه وویل د فاریاب ولایت د اداري اصلاحاتو بستونو د ازموینې ممتحن پلاوی له دولسو ورځو راهیسې په بلخ ولایت کې دیره دی او د هوا د خراب والي او نظامي طیارو د مصروفیت له امله نه دی توانېدلی چې دغه ولایت ته سفر وکړي. هغه زیاته کړه هڅه کوو د دفاع وزارت په همکارۍ تر راتلونکو دوو ورځو ممتحن پلاوی یاد ولایت ته واستول شي او په دغه ولایت کې ازموینه واخیستل شي.
د بلخ پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور خلیل الله کلیوال په خپلو خبرو کې د ازموینو ملي ادارې کړنې په هېواد کې بې سارې یادې کړې او زیاته یې کړه د کانکور سیستم معیاري کېدو او شفافیت د پوهنتونونو پر تدریسي سیستم مثبت اغیز کړی او یواځې هغه شاګردان پوهنځيو ته بریالي کیږي چې لوړ استعداد لري. هغه وویل پخوا به په سمستري ازموینو کې د محصلانو له خوا د نه پوهېدا له امله ورته ډیرې واسطې کېدې خو اوس محصلان په خپل لیاقت بریالي کیږي.
د بلخ ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییسې سعدیه اکرمي په دغه ولایت کې د منظمې ازموینې اخیستو له امله د ازموینو ملي ادارې له رهبري پلاوي څخه مننه وکړه او د شفافو پایلو د اعلان غوښتونکې شوه.
د یادونې وړ ده چې د دې ازموینو وروستي پړاو به په راتلونکې اونۍ کې په هرات، تخار، کندهار او غزني ولایتونو کې ترسره او وروسته له هغې به د یادې ازموینې پایلې اعلان شي.