16 حوت، 1399 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

د خصوصي پوهنتونونو محصلانو معلوماتي سیستم د تطبیق پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه غونډه

سلواغې ۶ ازموینو ملي اداره
د خصوصي پوهنتونو محصلانو د معلوماتو ثبت سیستم د لا ښه تطبیق او په یادو بنسټونو کې د نویو محصلانو د نوم لیکنې فورمونو ډیټابیس پروسې د چټکوالي او شته ستونزو د حل په موخه د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو له استازو سره غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د یاد سیستم د تطبیق پر وړاندې د شته خنډونو لرې کولو، د ازموینو ملي ادارې او تحصیلي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي، د نوم لیکنې فورمونو پر ویش او د ستونزو پر حل لارو بحث وشو.
د ازموینو ملي ادارې تخنیکي خدمتونو رییس لطف الرحمن حقمل وویل سیستم سازي د غوره مدیریت لپاره مهم اصل دی او باید ټول په ګډه د محصلانو د قانوني شمولیت لپاره د یاد سیستم لپاره هڅې زیاتې کړو.
حقمل وویل د ازموینو ملي اداره اوس مهال د ښه ظرفیت څخه برخمنه ده او په بریالیتوب سره کولی شي د خصوصي پوهنتونونو ډیټابیس سیستم کې د ټولو خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلانو معلومات په منظم ډول ثبت کړي.
په غونډه کې د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو استازو د نوم لیکنې فورمونو په فارمټ کې د بدلون، پوهنتونونو ته د فورمونو د انټري په برخه کې د واکونو د ورکړې، د شمولیت اساس کتاب او نورو برخو کې خپل وړاندیزونه او نظریات د دې ادارې تخنیکي خدمتونو له رییس سره شریک کړل چې د نوموړي له خوا د همکاریو ډاډ ورکړل شو.

پر بیننده ترین مطالب

blog images

په کانکور ازموینه کې د مافیا د مخنیوي

    لیندۍ ١٣ ازموینو ملي اداره په کانکور ازموینه کې د مافیا د مخنیوي...

بیشتر بدانید ( 243 )  
blog images

د بلخ پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتون...

    لیندۍ ۲۰ د بلخ پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پنځمو ا...

بیشتر بدانید ( 213 )  
blog images

د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو...

    لیندۍ ۲۶ نن د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي...

بیشتر بدانید ( 165 )