د ازموینو ملي ادارې له خوا نن د دې ادارې د دریمو او څلورمو بستونو ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه چې د کانکور په شکل واخیستل شوه په کې د ۲۴ دریمو او څلورمو بستونو لپاره د ۲۷ نجونو په ګډون ۳۷۰ تنو ګډون کړی و.
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش په داسې حال کې چې د دې ادارې بېلابېلو برخو مسؤلین او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون استازي هم ورسره وو، د ازموینې څخه د نظارت په ترڅ کې ګډونوالو ته وویل، د دې لپاره چې په ازموینه کې بشپړ عدالت تامین او شفافیت شتون ولري غوره یې ګڼله چې د یادو بستونو له کاندیدانو څخه د کانکور ډله ییزه ازموینه واخلي.
نوموړي وویل په کانکور ازموینه کې هیڅ ډول اړیکې او شناخت ځای نه لري او یوازې هغه کسان کولی شي بریالي شي چې زحمت یې ویستی وي او د غوره استعداد څخه برخمن وي.
پوهاند خموش زیاته کړه د ازموینو ملي ادارې یوازینۍ هڅه په هېواد کې د غوره استعدادونو ټاکل او اړوندو بستونو ته ورپیژندل دي او له نیکه مرغه په دغه برخه کې یې خپل ریښتونی هویت ملت ته په ډاګه کړی دی.
ازموینو ملي ادارې رییس وویل: دغه اداره اوس مهال د معلوماتي ټکنالوژۍ د نویو سیستمونو او فنونو په کارونې سره د لوړ ظرفیت څخه برخمنه ده او کولی شي هر ډول ازموینې په شفاف ډول واخلي او پایلې یې یوازې د وړتیا پر بنسټ اعلان کړي.
د ازموینو ملي ادارې بشري سرچینو مسؤولینو په وینا هغه کسان چې په دې ازموینه کې لوړې نومرې ترلاسه کړي، د بل پړاو(مصاحبې) لپاره به راغوښتل کیږي او کوم کسان چې په مصاحبه کې بریالي شي یادو بستونه ته به وروپیژندل شي.
لیندۍ ١٣ ازموینو ملي اداره په کانکور ازموینه کې د مافیا د مخنیوي...
بیشتر بدانید ( 242 )   لیندۍ ۲۰ د بلخ پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پنځمو ا...
بیشتر بدانید ( 212 )   لیندۍ ۲۶ نن د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي...
بیشتر بدانید ( 165 )