15 حوت، 1399 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

د 1400 کال کانکوز ازموینو لپاره د چمتووالي په اړه د لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو سره ناسته

سلواغې۲۳ ازموینو ملي اداره
د ۱۴۰۰ وم کال کانکور ازموینو لپاره د پوهنتونونو د تحصیلي څانګو پر کوډرشتو جوړولو، ازموینو لپاره پر احتمالي پلان او نورو لازمو تدابیرو په اړه د ازموینو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینې لپاره د لازم چمتوالي او په دې برخه کې د ازموینو ملي ادارې، لوړو زده کړو وزارت او تحصیلي بنسټونو پر مسؤولیتونو د جذب لپاره د نوي ظرفیت په معرفي کولو بحث وشو.
د ازموینو ملي ادارې د تحقیق او منابع رییس او د ادارې سرپرست دوست محمد فیضي په داسې حال کې چې د دې ادارې د ازموینو د انسجام رییس سیف الله رسولي، د پوښتنو د بانک پراختیا رییس استاد روضت الله مجید د ازموینو کمېټې آمر قدرت الله احمدي هم ورسره و، د لوړو زده کړو وزارت دولتي او خصوصي محصلانو ریاستونو له مسوولینو سره د راتلونکي کال کانکور ازموینو لپاره د چمتووالي په برخه کې خپل پلانونه او وړاندیزونه شریک کړل او له هغوي وغوښتل چې د تحصیلي بنسټونو سره په همغږۍ یې باید مخکې له مخکې اقدامات ترسره شي.
استاد فیضي وویل د دې لپاره چې د ازموینو ملي ادارې فعالیتونه پراخه شوي او د دولتي پوهنتونونو د کانکور تر څنګ د خصوصي تحصیلي بنسټونو محصلانو د تنظیم چارې او همدارنګه بېلابېلو ادارو ازموینې هم پر غاړه لري، اړتیا ده چې اړوندې ادارې او تحصیلي بنسټونه خپلې همکارۍ له دې ادارې سره زیاتې کړي.
په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ټول دولتي پوهنتونونه باید د ۱۴۰۰ وم کال کانکور ازموینو لپاره د خپلو تحصیلي څانګو او پوهنځیو لیسانس، ماسټرۍ او شپې پروګرامونو د جذب ظرفیتونه، کوډرشتې، د څانګو د نومونو بدلونونه او نور اړین معلومات ژر تر ژره دې ادارې ته وسپاري.

پر بیننده ترین مطالب

blog images

په کانکور ازموینه کې د مافیا د مخنیوي

    لیندۍ ١٣ ازموینو ملي اداره په کانکور ازموینه کې د مافیا د مخنیوي...

بیشتر بدانید ( 243 )  
blog images

د بلخ پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتون...

    لیندۍ ۲۰ د بلخ پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پنځمو ا...

بیشتر بدانید ( 213 )  
blog images

د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو...

    لیندۍ ۲۶ نن د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي...

بیشتر بدانید ( 165 )