08 قوس، 1399 آمریت اطلاعات و ارتباط عامه

ازموینو ملي ادارې له خوا د ۱۳۹۹ کال کانکور ازموینې مخکښ داوطلبان وستایل شول

۱۳۹۹ تلې ۲۲ ازموینو ملي اداره
ازموینو ملي ادارې د ۱۳۹۹ کال کانکور ازموینو لس تنه مخکښ داوطلبان او د دې ادارې کارکوونکي او ازموینو کمیټې استادان وستایل .
په دې اړه ازموینو ملي اداره کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کانکور ازموینو لس تنو مخکښو داوطلبانو سربیره د هغوی کورنیو، ازموینو کمیټې استادانو او د یادې ادارې کارکوونکو ګډون کړی و.
د ازموینو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خموش کانکور ستورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ۱۳۹۹ کال کانکور ازموینو پروسې د پیل او پای ته رسېدو د څرنګوالي، شته ننګونو د لمنځه وړلو او د کانکور ازموینې طرحې د تطبیق په برخه کې د ازموینو ملي ادارې د هڅو په اړه مفصل خبرې وکړې.
پوهاند عبدالقدیر خموش د ۱۳۹۹ کانکور ازموینو په بشپړولو کې د استادانو او ازموینو ملي ادارې کارکوونکو له نه ستړې کېدونکو هڅو د زړه له کومي مننه وکړه ویې ویل: د ازموینو ملي ادارې چې نن ورځ کوم ځای د ملت په زړه کې پیدا کړی د همدوی د رښتینو هڅو له امله دی.
ازموینو ملي ادارې رییس د ولسمشرۍ ماڼۍ په ځانګړې توګه د جمهور رییس محمد اشرف غني څخه چې د روان کال کانکور ازموینو لړۍ په بشپړېدو کې یې د دې ادارې هڅ ستایلي خوښي څرګنده کړه او د ازموینو ملي ادارې په شفافیت کې یې د نوموړي له ملاتړ څخه مننه وکړه.
پوهاند خموش وویل په ویاړ سره باید ووایم چې نن ورځ په کانکور ازموینو کې د هر ډول واسطې او رشوت خورۍ دروازې د هرچا پر مخ تړل شوي او هیڅ څوک که په هره کچه وي نه شي کولی په دغه پروسه کې لاسوهنه وکړي. هغه زیاته کړه د کانکور معیار یواځې او یواځې استعداد، لیاقت او علمي وړتیا ده نه ژبه، قوم او مذهب.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست وویل ټول هغه استادان او کارکوونکي چې د کانکور ازموینو په سیستم کې کار کوي د یوې پاکې ژمنې او قوې ادارې له مخې د ټولنیز عدالت پلي کولو او حق سپارلو لپاره خپل مسوولیتونه پر مخ وړي.
ورپسې د پوښتنو بانک د پراختیا رییس استاد روضت الله مجید او د ازموینو کمیټې غړي پوهاند عبدالاحد مسلم د کانکور ازموینو سیستم د خوندیتوب او روڼتیا د تامین په اړه معلومات ورکړل.
په غونډه کې همدارنګه د ۱۳۹۹ کال کانکور ازموینو اول نمره شمسیه علي زاده او دویم نمره نعمت الله فرزاد د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د ازموینو ملي ادارې پر ونډې او اغېزو خبرې وکړې او د دې ادارې شتون یې فساد سره د مبارزې لپاره یوه اړینه غوښتنه وبلله.
هغوی وویل د ازموینو ملي اداره د نخبه او وړ کادرونو د ټاکنې یواځینی بنسټ دی او اوس اړتیا ده چې دغه اداره د دولت په تشکیلات کې د یوې خپلواکې ادارې په توګه خپل فعالیتونه لاپسې پراخه کړي.
د غونډې په پای کې د کانکور ازموینو له اول نومره تر لسم نومره داوطلبانو ته د ازموینو ملي ادارې رهبرۍ له خوا ایوارډونه، تقدیر لوحې او استادانو او کارمندانو ته ستاینلیکونه وویشل شول.