08 قوس، 1399 آمریت اطلاعات و ارتباط عامه

ازموینو ملي ادارې له خوا د مرکزي درې پوهنتونو ماسټرۍ ازموینه واخیستل شوه

۱۳۹۹ تلې ۱۸ ازموینو ملي اداره
ازموینو ملي ادارې له خوا د مرکزي درې پوهنتونو(ابوعلی ابن سینا طبي علومو، کابل پولي تخنیک، شهید استاد رباني ښوونې او روزنې) د ماسټرۍ پروګرامونو او طبي عالی شورا دویمې دورې (Exit Exam) ازموینه واخیستل شوه.
په دغه ازموینه کې چې نن په شهید استاد رباني ښوونې او روزنې او کابل پولي تخنیک پوهنتونونو کې واخیستل شوه شاوخوا ۴۲۶۹ تنو ګډون درلود.
ازموینو ملي ادارې سرپرست پوهاند عبدالقدیر خموش له یادو ازموینو څخه جدي څارنه وکړه او استادانو ته یې لارښوونه وکړه چې د ازموینو نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ازموینو صحن ته د هر ډول الکترونیکي وسایلو د راوړلو مخه ونیسي.
پوهاند خموش د پوښتونو صندقونو د پرانیستې پر مهال وویل: د ازموینو ملي ادارې کاري حجم ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او دغه اداره اوس کولی شي په یو وخت کې د بېلابېلو ادارو لپاره رقابتي ازموینې واخلي.
نوموړي د ازموینو په ښه مدیریت کې د پوهنتونونو او استادانو ونډه اغیزمنه وبلله او زیاته یې کړه د ۱۳۹۹ کال عمومي کانکور، ښوونکو بستونو، ملکي ادارو ۵ او ۶ بستونو او الکترونیکي تذکرو د ازموینو په اخیستلو او په شفاف ډول د پایلو په اعلان سره ازموینو ملي ادارې خپل اغېزمنتوب لا پسې زیات کړ.

 

د طبي عالي شورا د دوامدارو زده کړو مسوول ډاکتر عبدالولي کامران او د E Health پروګرام مسوول ډاکټر شفق شینواري هم د ازموینو څخه لیدنه وکړه او د طبی عالي شورا ازموینو په مدیریت کې یې د ازموینو ملي ادارې له کړنو مننه وکړه.