28 حمل، 1400 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

په کانکور ازموینه کې د مافیا د مخنیوي

 
 
لیندۍ ١٣ ازموینو ملي اداره
په کانکور ازموینه کې د مافیا د مخنیوي لپاره باید د ملت په هڅو سره مثبت کمپاین ته زیاته پاملرنه وشي.
د ازموینو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خموش وایي ځینې کړۍ هڅه کوي د ځوانانو له ناخبرۍ او کانکور ازمینو سیستم له روڼتیا څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
پوهاند خموش په ننګرهار ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او ښوونکو د ګمارنې ازموینې د پرانیستې پر مهال وویل د ١٣٩٥ کال راهیسې د کانکور ازموینو په سیستم کې د هیڅ ډول لاسوهنې ځای نشته او خلک باید له هر هغه چا څخه چې په کانکور ازموینه کې د کامیابۍ او نورو لارو چارو په بهانه خلک تیرباسي، ځان وساتي.
ازموینو ملي ادارې رییس زیاته کړه په دې اداره کې د هیڅ ډول زر او زور لپاره ځای نه دی پاتې او موږ یواځې د استعداد او لیاقت له مخې د کادرونو د انتخاب لپاره اقدام کوو.
نوموړي وویل د ازموینو ملي اداره د خلکو له منځه راپورته شوې او د افغانستان د ټول ملت استازیتوب کوي او موخه یې د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د مسلکي کادرونو پیژندل دي.
د ننګرهار ولایت مرستیال پوهندوی ببرک میاخیل په هېواد کې ورځ تر بلې د ازموینو سیستم پیاوړي کېدل د افغانستان حکومت او ملت لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او په دې برخه کې یې د ازموینو ملي ادارې مسوولینو له ایماندارۍ او ژمنې مننه وکړه.
د ننګرهار ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس هجرت الله اختیار وویل د ازموینو ملي ادارې د اغیزمنو کړنو په پایله کې پر دې اداره د خلکو د باور روحیه پیاوړې شوې چې له امله یې د ازموینو په پروسو کې نظم رامنځته شوی دی.
نوموړي په ننګرهار ولایت کې د کارتونو د ویش او بایومتریک معلوماتو د ثبت په پروسه کې له نظم څخه خوښي وښوده او د ازموینو ملي ادارې ورغلي پلاوي څخه یې مننه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند خلیل احمد بهسودوال د ازموینې او بایومتریک پروسه کې د پوهنتون پر همکاریو او د ازموینو په ښه مدیریت کې د استادانو پر ونډې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د ١٣٩٩ کال اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او ښوونکو د ګمارنې ازموینې دویمه دوره نن د هېواد په لسو نورو ولایتونو کې پیل شوه.
په دغه دوره کې د یادو لسو ولایتونو څخه شاوخوا ٤٢ زره تنه په ازموینه کې ګډون کوي.
د ١٣٩٩ کال اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو بستونو ازموینه چې د ازموینو ملي ادارې له خوا اخیستل کیږي په تیرو دورو کې د مرکز په ګډون ١٩ ولایتونو کې دغه لړۍ په خورا منظم او شفاف ډول ترسره شوې او په لسو نورو ولایتونو کې هم پیل شوه. باید ووایم چې د هېواد په نورو پنځو پاتې ولایتونو (هرات، بلخ، تخار، غزني، کندهار) کې د ازموینو په اخیستو سره دغه پروسه په ټول هېواد کې بشپړه شي.

پر بیننده ترین مطالب

blog images

از کاندیدان بست های سوم و چهارم ادارۀ ملی امت...

8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...

بیشتر بدانید ( 480 )  
blog images

امتحان جمعی بست های پنج و شش اصلاحات اداری و...

۱۱میزان۱۳۹۹ ادارهُ ملی امتحانات در این امتحان به شمول ٢٢٠ بست وزارت مالیه برای ۱۰۲۲ بست سایر ادارات...

بیشتر بدانید ( 304 )  
blog images

کارمندان ادارۀ ملی امتحانات جهت اخذ تذکرۀ های...

۲۴ عقرب ادارۀ ملی امتحانات کارمندان ادارۀ ملی امتحانات جهت اخذ تذکرۀ های الکترونیکی امروز از سوی تی...

بیشتر بدانید ( 273 )