08 قوس، 1399 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

ازموینو ملي ادارې له خوا پنځمو او شپږمو بستونو ازموینه واخیستل شوه.

 

ازموینو ملي ادارې له خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اړوند پنځمو او شپږمو بستونو ډله ییزه ازموینه واخیستل شوه.
په دغه ازموینه کې د مالیې او گڹو وزارتخانو او بېلابېلو ادارو پنځمو او شپږمو ۱۰۲۲ بستونو لپاره ۲۳۱۲۶ تنو ګډون کړی و.
د یادې ازموینې د پوښتنو صندقونه نن د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د ازموینو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خموش، ماليې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغنديوال، کابل پوهنتون رئیس پوهاند محمد عثمان بابری، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سرپرست سید حشمت الله هاشمي او بېلابېلو ادارو استازو په حضور کې پرانیستل شول.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست پوهاند عبدالقدیر خموش ګډونوالو ته په ازموینه کې د روڼتیا او عدالت څخه د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل، ازموینو ملي ادارې په ازموینو کې د هر ډول زور او زر ته د نه ځواب ورکړی او دغه اداره یوازې د شایسته سالارۍ او ټولنیز عدالت پر بنسټ خپل کارونه پر مخ وړي.
پوهاند خموش وویل دې ادارې نه یوازې د ملت په زړه کې ځای پیداکړی بلکې په ملکي او نظامي برخو کې یې د بېلابېلو ادارو رضایت لاسته راوړی او په حکومتي چوکاټ کې یې یوه باوري فضا رامنځته کړې ده.
ازموینو ملي ادارې سرپرست ګډون کوونکو ته په ازموینه کې د تخنیکي تېروتنو څخه د خوندیتوب په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه په یادو بستونو کې هر داوطلب په ټاکل شوي بست کې له نورو سره سیالي کوي او د مراجعینو شمېر ته په کتو سره د بستونو لوړې نومرې یو له بل سره توپیر پیدا کوي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون سرپرست سید حشمت الله هاشمي په خپلو خبرو کې د ملکی او اداري بستونو د شارټ لیست او استخدام په پروسو خبرې وکړې او د یادو بستونو لپاره د ډله ییزو ازموینو د اخیستلو په برخه کې یې د ازموینو ملي ادارې له ځانګړې ونډې څخه مننه وکړه.
نوموړي وویل د ملکي اداراتو بستونو لپاره د کارکوونکو په استخدام کې د ازموینو ملي ادارې ازموینه خورا ګټوره ده او دا دویم ځل دی چې د هېواد بېلابېلو ادارو پنځمو او شپږمو بستونو کې د استخدام پروسه د ازموینو ملي ادارې له خوا ترسره کیږي.
هاشمي زیاته کړه هم مهاله یې په ولایاتو کې د معلمینو، اداري او ملکي برخو کې بېلابېلو ادارو لپاره ۱۵ زره بستونه اعلان ته سپارلي چې د یادو بستونو ازموینې به هم د ازموینو ملي ادارې له خوا واخیستل شي.
د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وویل د دې لپاره چې په دغه وزارت کې د استخدام پروسه له روابطو او فساد څخه وژغوري غوره یې وګڼله چې د دې وزارت ۲۲۰ پنځم او شپږم بستونه د اداري اصلاحاتو کمیسیون او ازموینو ملي ادارې له خوا اعلان کړي څو د کارکوونکو استخدام پروسه یې یوازې د شایسته سالارۍ له مخې ترسره شي.
د کابل پوهنتون رییس پوهاند محمد عثمان بابري د ادارې پرمختګ او کیفیت لوړونه د ښه ظرفیت لرونکي بشري ځواک پورې تړلی وبلله او زیاته یې کړه د کانکور ازموینو پروسه د وړ کادرونو د ټاکنې لپاره غوره لاره ده.
نوموړي د کانکور ازموینو په مدیریت او شفافیت کې د پوهنتونو او استادانو هلې ځلې وستایلې او ګډونوالو ته یې د کانکور ازموینو د شفافیت څخه د تضمین ډاډ ورکړ.