16 حوت، 1399 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

ملت د دولت حساب ورکونې پروګرام کې د ازموینو ملي ادارې کلنی راپور

سلواغه ١٥ ازموینو ملي اداره
په ۱۳۹۹ کال کې ازموینو ملي ادارې په هېواد کې له ننګونکو شرایطو سره وکولی شول له شاوخوا ۵۰۰ زرو تنو څخه ډله ییزې ازموینې واخلي او پایلې یې له هر ډول لاس وهنې پاکې اعلان کړي.
ازموینو ملي ادارې مشرتابه نن ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې د دې ادارې د ۱۳۹۹ کال د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واوروه او ويې ویل: ازموینو ملي ادارې په تېر مالي کال کې، په ازموینو کې د لا ډېرې روڼتیا، ټولنیز عدالت پلي کولو، په اکاډمیکو بنسټونو او اداري بستونو کې د جذب قانوني کېدو په موخه د سیستم ، عامه پوهاوي او نورو برخو کې اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.
د ازموینو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خموش له یادې ادارې څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام، ملي شورا او د افغانستان ملت د قوي ملاتړ له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا اداره د عدالت د تامین، مستحقو کادرونو د غوراوي او شایسته سالارۍ اصل د تطبیق په موخه رامنځته شوې او په دغه لاره کې به ثابت قدمه پاتې شي.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست وویل په تېر کال کې د کرونایې وضعیت او همدارنګه د محدودو تخنیکي او بشري امکاناتو په شتون کې مو وکولی شول بېلا بېلې سترې ډله ییزې ازموینې په ښه ډول مدیریت کړو او له عهدې څخه یې په بریالیتوب سره راووځو.
پوهاند عبدالقدیر خموش وویل په ۱۳۹۹ کال کې د کرونا ویروس خپراوي څخه د مخنیوي په موخه مو د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه انلاین کړه، د ګډونوالو د ازموینو کارتونه مو د کلیو او بانډو پورې ورسول او نه ستړې کېدونکې هڅه مو وکړه څو په ټول هېواد د دولسم ټولګي هیڅ فارغ له ازموینې بې برخې نه شي.
نوموړي زیاته کړه په ۱۳۹۹ کال کې نه یوازې دا چې د ازموینو پروسو د روڼتیا لپاره زیات کار شوی، بلکې ومو شو کولی چې په لومړي ځل د عمومي کانکور او اداري اصلاحاتو سترې ازموینې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې په یو دور کې واخلو. هغه وویل دې تجربې ته په کتو کولی شو راتلونکي کې یادې ازموینې په ټول هېواد کې په دوه دوره کې تنظیم او په یو میاشت کې یې پایلې اعلان کړو.
پوهاند خموش وویل له نیکه مرغه د خصوصي لوړو زده کړو موسسو محصلانو د معلومات ثبت سیستم په جوړولو او تطبیق سره، په یادو بنسټونو کې د جذب لپاره قانوني چوکاټ برابر شو او د ۱۳۹۹ کال ټولو خصوصي تحصیلي بنسټونو محصلانو مو د یوې ځانګړې ID له مخې ډیټابیس کړي.
خموش زیاته کړه په ازموینو کې د داوطلبانو لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو او سیستم جوړونې په برخه کې یې نور مهم پروګرامونه هم ترلاس لاندې نیولي لکه د فوق لیسانس پروګرامونو لپاره انلاین نوم لیکنه، د ازموینو الکترونیکي کېدل، معلوماتو ته د لاس رسي په موخه د NExA APP موبایل اپلکیشن جوړول، په خپل سر د ممتحن استادانو ټاکنې سیستم، د عوایدو منظمو راټولو او بانک ته سپارل انور پروګرامونه چې یو شمېر یې تطبیق شوي او یو شمېر نور به یې په راتلونکي کې عملي شي.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست همدارنګه وویل په ۱۳۹۹ کال کې ازموینو ملي ادارې ته شاوخوا ۱۷۰ میلیونه افغانۍ عادي بودجه ورکړل شوې وه چې د دې ادارې له خوا ټوله بودجه د ازموینو په برخه کې په معقول ډول مصرف شوې او همدارنګه شاوخوا ۱۱۳ میلیونه افغانۍ د ازموینو د حق الشمول له لارې د دولت خزانې ته جمع شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د ازموینو ملي ادارې په ۱۳۹۹ کال کې د کانکو عمومي، متفرقه، دیني علومو، شپې، اختصاصي ازموینه د ۲۲۲۲۶۴ تنو په ګډون، مرکز و ولایاتو ماسټرۍ پروګرامونو ازموینه د ۸۱۲۵ تنو په ګډون، عامې روغتیا وزارت تخصص بشپړولو ازموینه د ۴۶۶۵ تنو په ګډون، د الکترونیکي بستونو کاندیدانو ازموینه د ۴۸۵۰۷ تنو په ګډون، طبي عالي شورا ازموینه د ۴۹۷۰ تنو په ګډون، ملکي خدمتونو بستونو ازموینه د ۱۵۷۰۴۳ تنو په ګډون، عامې روغتیا وزارت طبي انستیتونو ازموینه د ۱۳۰۰۰ تنو به ګډون او نورې لوی وړې ازموینې په شفاف ډول واخیستې او پایلې یې اعلان کړې.

پر بیننده ترین مطالب

blog images

از کاندیدان بست های سوم و چهارم ادارۀ ملی امت...

8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...

بیشتر بدانید ( 357 )  
blog images

امتحان جمعی بست های پنج و شش اصلاحات اداری و...

۱۱میزان۱۳۹۹ ادارهُ ملی امتحانات در این امتحان به شمول ٢٢٠ بست وزارت مالیه برای ۱۰۲۲ بست سایر ادارات...

بیشتر بدانید ( 200 )  
blog images

گزارش سال مالی 1399 ادارۀ ملی امتحانات در برن...

15 دلو ادارۀ ملی امتحانات ادارۀ ملی امتحانات در سال 1399 باوجود شرایط دشوار کشور توانست طی پنج ماه،...

بیشتر بدانید ( 169 )