06 عقرب، 1399 شفیق عزتی

د کانکور ازموینو لپاره د ممتحن استادانو د ټاکنې مدیریتي سیستم جوړ شو

د کانکور ازموینو لپاره د ممتحن استادانو د ټاکنې مدیریتي سیستم جوړ شو چې نن د ازموینو ملي ادارې رئیس او اړوندو برخو مسوولینو په شتون کې معرفي شو.
د دغه سیستم له لارې ټول هغه استادان چې د کانکور ازموینو لپاره د ممتحنینو په توګه د دولتي پوهنتونونو له خوا ازموینو ملي ادارې ته راپیژندل کیږي، د لازمو شرایطو او معیارونو له مخې په وتومات ډول د ازموینو حوزو، محلونو او ټولګیو کې تنظیمیږي.
د ازموینو ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش د ممتحنینو د ټاکنې مدیریتي سیستم جوړلو موخه په کانکور ازموینو کې د لا شفافیت او عدالت تامین وباله او د سیستم له جوړونکو څخه یې مننه وکړه.
پوهاند خموش وویل سیستم سازي کولی شي په هېواد کې د ټولیزو ازموینو بهیر لاپسې روښانه او چټک کړي او موږ هڅه کوو چې د نویو تخنیکونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په مرسته د کانکور ازموینو لا معیاري سیستم رامنځته کړو.
نوموړي د ازموینو ملي ادارې تخنیکي برخې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په یاد سیستم کې د ټولو ممتحن استادانو اړین معلومات او د دولتي پوهنتونونو ظرفیتونه شامل کړي او ژر تر ژره دې سیستم د عملي کارونې لپاره چمتو کړي.
د ازموینو ملي ادارې تخنیکي برخې کارکوونکو په وینا، په دغه سیستم کې به ممتحن استادان د تحصیلي معیارونو، مهارتونو او د ازموینو په محلونو او ټولګیو کې د ګډونوالو د شمېر له مخې په وتومات ډول د سیستم له خوا تنظمیږي او همدارنګه ټولو ممتحن استادانو او کنترولرانو ته به د ازموینې کارتونه او حاضري هم د سیستم د معلوماتو پر بنسټ جوړیږي.