28 حمل، 1400 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

د ازموینو ملي‌ ادارې ستونزې او نیمګړتیاوې او راتلونکي پلانونه د یوې ناستې په ترڅ کې د اړوندو ارګانونو له استازو سره شریکې شوې.

د کب ۱۴ ازموینو ملي‌ اداره
دغه ناسته چې د چارو ادارې د انسجام مرستیال ډاکتر عبدالکریم توتاخیل تر مشرۍ لاندې ترسره شوه، په کې د ازموینو ملي ادارې تخنیکي او عملیاتي چارو عمومي رییس یما امان، د ازموینو د انسجام رییس سیف الله رسولی او د ښار جوړونې، ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او بېلابېلو ارګانونو استازو ګډون درلود.
په ناسته کې د ازموینو ملي ادارې د دایمي ځای د نه شتون، ترانسپورتي امکاناتو د کمښت، لرې پرتو ولایتونو ته د ممتحن پلاوي او ازموینو موادو د لېږد او نورو شته ستونزو په اړه بحث وشو او د یادې ادارې سره د همکارۍ په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وشوې.
په ناسته کې د ازموینو ملي ادارې رییسانو د چارو ادارې له ملاتړ څخه مننه وکړه، د ادارې پلانونه او طرحې یې له ګډونوالو سره شریکې کړې او د تطبیق په برخه کې د اړوندو ارګانونو د لار ډېرو همکاریو غوښتونکي شول.

پر بیننده ترین مطالب

blog images

از کاندیدان بست های سوم و چهارم ادارۀ ملی امت...

8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...

بیشتر بدانید ( 480 )  
blog images

امتحان جمعی بست های پنج و شش اصلاحات اداری و...

۱۱میزان۱۳۹۹ ادارهُ ملی امتحانات در این امتحان به شمول ٢٢٠ بست وزارت مالیه برای ۱۰۲۲ بست سایر ادارات...

بیشتر بدانید ( 304 )  
blog images

کارمندان ادارۀ ملی امتحانات جهت اخذ تذکرۀ های...

۲۴ عقرب ادارۀ ملی امتحانات کارمندان ادارۀ ملی امتحانات جهت اخذ تذکرۀ های الکترونیکی امروز از سوی تی...

بیشتر بدانید ( 273 )