د یادې ادارې مسؤولینو نن د یوې ناستې په ترڅ کې د کانکور ازموینو سېستم پر تخنیکي پروسو، نویو بدلونونو او میکانیزمونو په اړه تخنیکي بحثونه وکړل او د نوي سېستم پر جوړښت یې خپلې طرحې شریکې کړې.
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش وویل: که څه هم د کانکور ازموینو سېستم په هېواد کې یو منل شوی او معیاري سیستم دی خو د بېلابېلو فزیکي او الکترونیکي ازموینو لپاره د نوې سېستم جوړول د هېواد د اوسنیو شرایطو یوه مهمه غوښتنه ده او هڅه مو پیل کړې د نوې ټکنالوژۍ پر مټ یو داسې سېستم رامنځته کړو چې د لازمو اسانتیاو څخه برخمن وي او د روڼتیا ټول پرمختللی معیارونه په کې په نظر کې نیول شوي وي.
پوهاند خموش وویل اوس مهال چې د ازموینو ملي اداره د هېواد په کچه د ډله ییزو ازموینو یوازینۍ مرجع ده، اړینه ده چې د کانکور ازموینو سېستم د هر ډول ازموینو اخیستلو او پایلو اعلان لپاره عیار شي.
نوموړي زیاته کړه: د کانکور ازموینو نوي سېستم کې د داوطلبانو انلاین نوم لیکنې، پوښتنو بانک پراختیا او ډلبندۍ، نوم لیکنې فورمو د ثبت، بېلابېلو ازموینو لپاره د پوښتن پاڼو او ځواب پاڼو ډیزاین او چاپ، پایلو د اعلان ډول او د سېستم د لا خوندیتوب لپاره لازمې طرحې په نظر کې نیول شوي چې په تطبیق سره به یې هېواد د سیمې په کچه د ازموینو له یو پیاوړي سېستم څخه برخمن شي.
د ازموینو ملي ادارې تخنیکي خدمتونو رییس لطف الرحمن حقمل په کانکور ازموینو سېستم کې د رامنځته کېدونکي نوښتونه او طرحې د یو پریزینټیشن له لارې تشریح کړې او د تطبیق پر څرنګوالي یې معلومات ورکړل.
لطف الرحمن حقمل وویل د نویو تخنیکونو په کارونې او د هغو طرحو له مخې چې په نظر کې نیول شوي، د کانکور سېستم به د هر ډول ازموینو لپاره چمتو او ګډونوالو ته به په کې غوره اسانتیاوې برابرې شي.
په دغه ناسته کې د ازموینو ملي ادارې تخنیکي او عملیاتي چارو عمومي رییس یما امان، پوښتنو بانک د پراختیا رییس استاد روضت الله مجید، د معلوماتي سېستمونو رییس حیدرجان ځاځي، د ازموینو کمیټې آمر استاد قدرت الله احمدي او بېلابېلو تخنیکي برخو مسؤولینو د سېستم د لا معیاري کېدو په موخه خپلې تجربې، نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...
بیشتر بدانید ( 480 )  ۱۱میزان۱۳۹۹ ادارهُ ملی امتحانات در این امتحان به شمول ٢٢٠ بست وزارت مالیه برای ۱۰۲۲ بست سایر ادارات...
بیشتر بدانید ( 304 )  ۲۴ عقرب ادارۀ ملی امتحانات کارمندان ادارۀ ملی امتحانات جهت اخذ تذکرۀ های الکترونیکی امروز از سوی تی...
بیشتر بدانید ( 273 )