وری 4 ازموینو ملي اداره
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش نن د دې ادارې د دریمو او څلورمو بستونو لپاره د نويو ګمارل شویو کارکوونکو سره ولیدل.
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش نویو کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال، هغوی ته ښه راغلاست ووایه او د ازموینو ملي ادارې د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یې معلومات ورکړل.
پوهاند خموش نوي کارکوونکي اداري فساد سره مبارزې، په ادارې چارو کې نظم او ډسپلین مراعات کول، مراجعینو سره نیک برخورد او کارمندانو ترمنځ ښې همغږۍ ته وهڅول.
نوموړي وویل: د ازموینو ملي اداره د دولت له شفاف ترینو ارګانونو څخه ګڼل کیږي چې د دې ادارې مسؤولینو او کارکوونکو د پاکو او عادلانه هلو ځلو په ترڅ کې یې په ټولنه کې ځانګړی محبوبیت پیداکړی دی.
په پای کې نوي ګمارل شوي کارکوونکي د ازموینو ملي ادارې مالي او اداري ریاست سرپرست مسعود صمیم، بشري سرچینو آمر نورالله نصرت، دفتر آمر نیک محمد سروری او نورو مسؤولینو له خوا اړوندو څانګو ته کارکوونکو ته وروپيژندل شول.
8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...
بیشتر بدانید ( 480 )  ۱۱میزان۱۳۹۹ ادارهُ ملی امتحانات در این امتحان به شمول ٢٢٠ بست وزارت مالیه برای ۱۰۲۲ بست سایر ادارات...
بیشتر بدانید ( 304 )  ۲۴ عقرب ادارۀ ملی امتحانات کارمندان ادارۀ ملی امتحانات جهت اخذ تذکرۀ های الکترونیکی امروز از سوی تی...
بیشتر بدانید ( 273 )