06 عقرب، 1399 شفیق عزتی

د ازموینو ملي ادارې له خوا د خصوصي پوهنتونونو محصلانو معلوماتي سېستم جوړ شو

د ازموینو ملي ادارې له خوا د خصوصي پوهنتونونو محصلانو معلوماتي سېستم جوړ شو
یاد سېستم چې د ازموینو ملي ادارې تخنیکي مسوولینو له خوا جوړ شوی، نن د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د استازو په شتون کې معرفي شو.
د دغه سیستم له مخې به د ټولو خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلانو په اړه دقیق او بشپړ معلومات د ازموینو ملي ادارې خصوصي محصلانو ډیټابیس ته داخل چې وروسته به د ازموینو ملي ادارې له خوا تنظیم او د اساس کتاب په ډول به د ټولو تحصیلي بنسټونو په واک کې ورکول کیږي.
د ازموینو ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش د یاد سیستم د جوړولو موخه د خصوصي پوهنتونونو محصلانو لپاره د منظم ډیټابیس او دقیق اطلاعاتي سیستم رامنځته کول وبلل او ویې ویل د دې سیستم له لارې به ازموینو ملي ادارې ته د پوهنتونونو له خوا د معلوماتو د ورکړې چارې چټکې شي او په دې برخه کې به د بیروکراسۍ مخه ونیول شي.
پوهاند خموش وویل د خصوصي پوهنتونو محصلانو معلوماتي سیستم کې د یو محصل ټول تحصیلي معلومات، امتحان ډول، تحصیلي دورې او نور اړین مسایل په نظر کې نیول شوي دي.
د ازموینو ملي ادارې تخنیکي خدمتونو رئیس لطف الرحمن حقمل په وینا د خصوصي پوهنتونونو محصلانو معلوماتي سیستم کې د هر خصوصي پوهنتون لپاره جلا یوزر په نظر کې نیول شوی چې له مخې یې پوهنتون کولی شي د خپلو محصلانو په اړه ځینې ځانګړي معلومات په انلاین ډول داخل کړي او ویې ګوري.
د یاد سیستم په اړه د خصوصي تحصیلي بنسټونو د تخنیکي برخې استازو نظریات او وړاندیزونه واورېدل شول او وټاکل شوه چې د سیستم نمونه به د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې له لارې ټولو خصوصي تحصیلي بنسټونو سره شریکه او په اړه به یې نظریات راټول شي.