17 ثور، 1400 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

د افغانستان طبی شورا رییسې او چارو اداري تخنیکي ټیم ته د طبی شورا ازموینو د نوم لیکنې سیستم تشریح شو

ازموینو ملي ادارې مشرتابه نن د افغانستان طبی شورا مشرې ډاکټر نسرین اوریاخیل، د چارو ادارې او معلوماتو او احصایې ملی ادارې استازو په حضور کې د طبی شورا ازموینې نوم لیکنې آنلاین سیستم تشریح او د تطبیق پر څرنګوالي یې ورسره بحث وکړ.

د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش د یاد سیستم جوړول، د ازموینو لپاره د نوم لیکنې الکترونیکي کېدو په برخه کې د دې ادارې لومړنی ګام وباله او ویې ویل د دې سیستم په تطبیق سره به د طبی شورا ازموینې نوماندانو ته د نوم لیکنې فورمې په آنلاین ډول وویشل شي.

پوهاند خموش وویل یاد سیستم کې یې د اسانتیا رامنځته کولو ټول معیارونه په نظر کې نیولي چې د لومړي سټیپ په تطبیق سره به د ازموینې داوطلبان مرکز ته له راتګ وژغورل شي او په سیستم کې د فورم بشپړولو وروسته به فورمې په فزیکي ډول د طی مراحل کولو وروسته طبی شورا ته تسلیم او ازموینو ملي ادارې ته به راواستول شي.

ازموینو ملي ادارې رییس زیاته کړه: د ازموینو ګډونوالو ته د لازمو اسانتیاو او الکترونیکي سازۍ په برخه کې یې څو نور سیستمونه(کانکور موبایل اپلکیشن، خصوصي پوهنتونو محصلانو ډیټابیس سیستم، استادانو ته د حق الزحمې توزیع او نور) ډیزاین کړي چې په نږدې راتلونکي کې به یې تطبیق ته وړاندې کړي.   

نوموړي وویل ازموینو ملي اداره د چارو د ډیجیټل کېدو په برخه کې ژمنه ده او د ادارې لپاره د دایمي ځای شتون او زېربنا په صورت کې به د ازموینو د آنلاین کېدو لپاره پراخه پروګرامونه ترلاسه لاندې ونیسي.

پوهاند خموش همدارنګه ټینګار وکړ چې د سیستمونو د ښه تطبیق او لا ډېرو اسانتیاو په موخه باید د لوړو زده کړو وزارت، پوهنتونونو او احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ همکاري زیاته شي څو د سیستمونو د تړاو یا انټیګریټ په صورت کې د اسنادو د تائیدۍ پروسې چټکې او فارغان له ستړیاو وژغورل شي.

په ناسته کې د افغانستان طبی شورا مشرې ډاکټر نسرین اوریاخیل، د چارو ادارې فرهنګي چارو ریاست معاون محمد شعیب وحدت او ورسره تخنیکي ټیم د سیستم رامنځته کېدل د ازموینو ملي ادارې ابتکار یاد کړ او د سیستم د غني کېدو او معیاري کېدو په برخه کې یې خپل وړاندیزونه د دې ادارې تخنیکي مسؤولینو سره شریک کړل.

د چارو ادارې استازو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د سیستم د اغېزمنتوب په اړه به د لوړو زده کړو وزارت سره هم ناستې وکړي تر څو وکولی شي په راتلونکي کې څرنګه د سیستم له لارې د اسنادو د تائیدۍ امکانات برابر شي.   

                                 

پر بیننده ترین مطالب

blog images

از کاندیدان بست های سوم و چهارم ادارۀ ملی امت...

8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...

بیشتر بدانید ( 737 )  
blog images

معرفی کارمندان جدیدالتقرر ادارۀ ملی امتحانات

4 حمل 1400 ادارۀ ملی امتحانات پوهاند عبدالقدیر خموش رییس عمومی ادارۀ ملی امتحانات با کارمندان بست ه...

بیشتر بدانید ( 571 )  
blog images

امتحان جمعی بست های پنج و شش اصلاحات اداری و...

۱۱میزان۱۳۹۹ ادارهُ ملی امتحانات در این امتحان به شمول ٢٢٠ بست وزارت مالیه برای ۱۰۲۲ بست سایر ادارات...

بیشتر بدانید ( 498 )