17 ثور، 1400 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

نن د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینې لومړي دور د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په خورا منظم ډول پیل شوه.

۱۴۰۰ ثور۵
نن د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینې لومړي دور د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په خورا منظم ډول پیل شوه.
په دغه دوره کې شاوخوا ۹۰ زره د دولسمو ټولګیو فارغان د ازموینې لپاره د بایومتریک معلومات ثبتوي.
د ازموینو ملي ادارې د مشرتابه په وینا د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینې لومړی پړاو یې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې تنظیم کړی او په دې موخه یې ټولو ذکر شویو ولایتونو ته د بایومتریک معلوماتو د ثبت تخنیکي ټیمونه او ممتحن پلاوي په خپل وخت استولي دي.
د ازموینو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خموش په وینا سږ کال یې د قوي تدابیرو په صورت کې په لومړي ځل په پراخه کچه د کانکور ازموینه تنظیم کړې چې په لومړۍ مرحله کې به د ۲۵ ولایتونو ازموینه په یو وخت واخلي.
نوموړي وویل سږ کال ازموینه په دریو دورونو کې اخیستل کیږي چې لومړی دور یې د ثور/غویې په ۸ پیل کیږي او په درې ورځو کې به بشپړ شي. هغه زیاته کړې نن د لومړي دور ازموینې د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه په ټولو ولایتونو کې په منظم ډول پیل شوې او درې ورځې دوام کوي.
په دغه دوره کې د سمنگان،سرپل، غور، نیمروز، بادغیس، فراه، نورستان، پکتیکا، دایکندی،زابل، ارزگان، هلمند، کندهار، بامیان، وردگ، لوگر، پکتیا، خوست، کاپیسا، پنجشیر، لغمان، کنر، پروان، ننگرهار او بغلان ولایتونه شامل دي.
په دې پروسه کې د کانکور عمومي، متفرقه، دیني علومو، څوارلسم پاسانو او شپې پوهنځیو ازموینو ګډونوال بایومتریک معلومات ثبتوي.
د یادونې وړ ده چې د کانکور ازموینې په دویم پړاو کې ۸ ولایتونه ( هرات، بلخ، غزني، تخار، جوزجان، کندز، فاریاب او بدخشان) شامل دي چې د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه به د ثور په ۲۸ او ۲۹ او ازموینه به یې په ۳۰ او ۳۱ د ثور ترسره شي.

پر بیننده ترین مطالب

blog images

از کاندیدان بست های سوم و چهارم ادارۀ ملی امت...

8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...

بیشتر بدانید ( 738 )  
blog images

معرفی کارمندان جدیدالتقرر ادارۀ ملی امتحانات

4 حمل 1400 ادارۀ ملی امتحانات پوهاند عبدالقدیر خموش رییس عمومی ادارۀ ملی امتحانات با کارمندان بست ه...

بیشتر بدانید ( 571 )  
blog images

امتحان جمعی بست های پنج و شش اصلاحات اداری و...

۱۱میزان۱۳۹۹ ادارهُ ملی امتحانات در این امتحان به شمول ٢٢٠ بست وزارت مالیه برای ۱۰۲۲ بست سایر ادارات...

بیشتر بدانید ( 499 )