17 ثور، 1400 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

"هڅه کوو په راتلونکي کې د کانکور ازموینه په ټول هېواد کې په دوو دورونو کې واخلو او ټولې ډله ییزې ازموینې د یو ټاکلي مهال ویش له مخې تنظیم کړو".

غويي۶ ازموینو ملي اداره
دغه خبر د ازموینو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خموش نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې چې د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینو د پیل په اړه د حکومت د رسنیو مرکز کې جوړ شوی و وکړه.
په یاد کنفرانس کې د ازموینو ملي ادارې سرپرست پوهاند عبدالقدیر خموش د روان کال کانکور ازموینو لپاره د یادې ادارې د چمتوالي او پلانونو په اړه خپل معلومات له رسنیو سره شریک کړل.
پوهاند خموش وویل: د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینه په دریو دورو کې تنظیم شوې چې لومړۍ دوره به یې د غویي میاشتې په ۸ نېټه د چهار شنبې په ورځ د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې پر یو وخت پیل شي او د بایومتریک پروسه یې پرون په پوره نظم او شفافیت سره پیل شوې ده.
نوموړي زیاه کړه د یادې ازموینې په لومړي دور کې د کانکور عمومي، متفرقه، دیني علومو، اختصاصي او شپې پوهنځیو لپاره شاوخوا ۹۰ تنه د دولسمو ټولګیو فارغان ګډون کوي.
ازموینو ملي ادارې سرپرست وویل: "د لنډمهاله او اوږدمهال پلانونو په رڼا کې او د ادارې د لوړ تخنیکي ظرفیت په نظر کې نیولو سره هڅه کوو راتلونکو کلونو کې په ټول هېواد کې سترې ډله ییزې ازموینې په ځانګړې توګه د کانکور عمومي ازموینه په دوو پړاوونو کې ترسره او د ازموینو لپاره یو ټاکلی مهال ویش رامنځته کړو. "
د ازموینو ملي ادارې تخنیکي او عملیاتي چارو رییس یما امان د ازموینو په پروسو کې د نویو سیستمونو رامنځته کېدو ته په اشارې سره د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینه کې د جذب ظرفیت په اړه معلومات ورکړل زیاته یې کړه، سږ کال به په دولتي لوړو زده کړو بنسټونو کې ۷۲۱۷۴ تنه، په نیمه لوړو زده کړو مؤسسو کې ۳۰۳۰۰ تنه، دارالعلومونو کې ۲۲۳۸۰ تنه او په شپې پوهنځیو کې ۱۰۳۱۰ تنه د دولسمو ټولګیو فارغان جذب شي.
په دغه کنفرانس کې د ازموینو ملي ادارې د ازموینو د انسجام رییس سیف الله رسولي، د معلوماتي سیستمونو رییس حیدرجان ځاځي او دې ادارې بېلابېلو برخو آمرینو هم ګډون کړی و.

پر بیننده ترین مطالب

blog images

از کاندیدان بست های سوم و چهارم ادارۀ ملی امت...

8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...

بیشتر بدانید ( 738 )  
blog images

معرفی کارمندان جدیدالتقرر ادارۀ ملی امتحانات

4 حمل 1400 ادارۀ ملی امتحانات پوهاند عبدالقدیر خموش رییس عمومی ادارۀ ملی امتحانات با کارمندان بست ه...

بیشتر بدانید ( 571 )  
blog images

امتحان جمعی بست های پنج و شش اصلاحات اداری و...

۱۱میزان۱۳۹۹ ادارهُ ملی امتحانات در این امتحان به شمول ٢٢٠ بست وزارت مالیه برای ۱۰۲۲ بست سایر ادارات...

بیشتر بدانید ( 499 )