30 سنبله، 1400 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

۱۴۰۰ کال کابل کانکور ازمویني پیل

د کابل کانکور ازموینه نن د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش، لوړو زده کړو وزیر، کابل پوهنتون رییس او د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو له لورې د پوښتنو صندقونو په پرانیستلو سره پیل شوه.
د کابل په کانکور ازموینه کې ۵۸۳۲۶ تنه د دولسمو ټولګیو فارغان ګډون کوي چې ازموینه یې د دوو ورځو په ترڅ کې په څلور دوره کې اخیستل کیږي.
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینو پروسې د تطبیق په موخه د ازموینو ملي ادارې د پلانونو او تدابیرو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او په بریالیتوب سره د یادې پروسې په ترسره کولو کې یې د تحصیلي، تعلیمي او امنیتي بنسټونو له مسؤولینو او له ټولو اړونده ادارو له همکاریو مننه وکړه.
پوهاند خموش وویل د سږ کال کانکور ازموینه په دریو پړاوونو کې پلان شوې وه چې لومړی پړاو د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې همهاله په پوره موفقیت سره واخیستل شو او دویم پړاو هم په اتو ولایتونو کې ترسره شو. نوموړي زیاته کړه نن د یادې پروسې دریم او وروستی پړاو دی او د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو پوره هڅه کړې څو ټول داوطلبان چې د کانکور ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې په ازموینه کې شامل شي.
ازموینو ملي ادارې رییس وویل: هڅه کوو د کانکور ازموینو له بشپړېدو لس ورځې وروسته د کانکور ازموینو پایلې اعلان کړو.
ورپسې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د کانکور ازموینې د پرانیستې پر مهال، د ازموینو ملي ادارې کړنو او په کانکور پروسه کې د شته روڼتیا په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د یادې پروسې د بشپړ شفافیت په اړه ډاډ ورکړ.
لوړو زده کړو وزیر وویل د کانکور پروسه په داسې ډول تنظیم شوې چې انساني مداخله په کې هیڅ ځای نه لري او ټوله تصمیم نیونه په کې د تکنالوژيکي سیستم له لارې ترسره کیږي. نوموړي د ازموینې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: هغه څه چې په ازموینه کې ځانګړی ارزښت لري؛ ستاسې نقش او ظرفیت دی چې د ازموینې په صحنه کې یې د پوښتنو په حلولو کې له ځانه څرګندوئ.
د کابل پوهنتون رییس پوهاند محمد عثمان بابري د کانکور ازموینو معیاري کېدو ته په اشارې سره وویل: له نیکه مرغه په هېواد کې د تحصیلي سکتور په شمول بنسټیزې زیربناوې شتون لري چې د راتلونکي نسل لپاره د هیله مندۍ زیری ورکوي. پوهاند بابري وویل تحصیلي بنسټونو ته د شاملېدو په موخه د کانکور ازموینو پروسه یوه له هغو ارزښتونو څخه ده چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې یې ډېر پرمختګ کړی او له منل شویو معیارونو څخه برخمنه شوې ده. هغه وویل په کانکور ازموینه کې د ګډونوالو بریالیتوب د شایسته سالارۍ له اصل پورې اړه لري.
 
 
Like
 
 
 
Comment
 
 
Share
 
 

پر بیننده ترین مطالب

blog images

اغاز دور دوم امتحاندکانکور سال ۱۴۰۰

  امتحان دور دوم کانکور ۱۴۰۰ امروز در هفت ولایت کشور به شکل منظم آغاز شد. در دور دوم امتحان ک...

بیشتر بدانید ( 3110 )  
blog images

از کاندیدان بست های سوم و چهارم ادارۀ ملی امت...

8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...

بیشتر بدانید ( 1905 )  
blog images

معرفی کارمندان جدیدالتقرر ادارۀ ملی امتحانات

4 حمل 1400 ادارۀ ملی امتحانات پوهاند عبدالقدیر خموش رییس عمومی ادارۀ ملی امتحانات با کارمندان بست ه...

بیشتر بدانید ( 1584 )