30 سنبله، 1400 اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

کابل کانکور عمومي ازمویني څخه نظارت

زمري ١٥
ازموینو ملي ادارې عمومی رییس پوهاند عبدالقدیر خموش نن د کابل کانکور ازموینې په دویمه ورځ، د ازموینې له پروسې څخه جدي نظارت وکړ او د ګډونوالو د ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
پوهاند عبدالقدیر خموش په کابل، ابوعلي ابن سینا طبي، پولي تخنیک او شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتونو کې د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پر مهال په ازموینه کې د نظم، روڼوالي او کرونا ویروس څخه د مخنیوي لارو چارو او لازمو تدابېرو د تطبیق څخه خوښي څرګنده کړه.
ازموینو ملي ادارې رییس د ازموینو په محلونو کې له اړوندو مسؤولینو او استادانو وغوښتل چې له ګډونوالو سره په رهنمودي برخه کې همکاري زیاته کړي او هڅه وکړي ټول ګډونوال په یوه بانظمه فضا کې له خپلو استعدادونو څخه په سمه توګه د پوښتنو په حل کولو او انتخابونو په ټاکنه کې ګټه پورته کړي.
نوموړي ازموینو ملي ادارې مسؤولینو او تخنیکي کارکوونکو ته لارښوونه وکړه؛ ټول هغه ګډونوال چې په تېره ورځ ازموینه کې غیرحاضر وو او همدارنګه هغه کسان چې له بایومتریک پروسې پاتې شوي، د نن ورځې په وروستي (څلورم) پړاو کې تنظیم شي، څو له ازموینې پاتې نه شي.
ازموینو ملي ادارې رییس د ټولو هغو ارګانونو او اداراتو له مسؤولینو چې د کانکور ازموینو په ملي پروسه کې یې له دې ادارې سره همکاري کړې د زړه له تله مننه وکړه.

پر بیننده ترین مطالب

blog images

اغاز دور دوم امتحاندکانکور سال ۱۴۰۰

  امتحان دور دوم کانکور ۱۴۰۰ امروز در هفت ولایت کشور به شکل منظم آغاز شد. در دور دوم امتحان ک...

بیشتر بدانید ( 3110 )  
blog images

از کاندیدان بست های سوم و چهارم ادارۀ ملی امت...

8 دلو ادارۀ ملی امتحانات امتحان کاندیدان بست های سه و چهار ادارۀ ملی امتحانات امروز توسط ای...

بیشتر بدانید ( 1905 )  
blog images

معرفی کارمندان جدیدالتقرر ادارۀ ملی امتحانات

4 حمل 1400 ادارۀ ملی امتحانات پوهاند عبدالقدیر خموش رییس عمومی ادارۀ ملی امتحانات با کارمندان بست ه...

بیشتر بدانید ( 1584 )