د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د اختصاصي، شپې او دیني مدارسو متفرقه(معذرتي) ازموینې خبرتیا

1401/10/25 2787

ټولو هغو کسانو ته چې د تېرې پنج شنبې ورځې(مرغومي۲۲) د اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو په ازموینه کې چې په کابل او ولایاتو کې واخیستل شوه، د واورو د ورښت، لارې بندېدو او بېلابېلو دلایلو له امله غیرحاضر شوي دي او همدارنګه هغه علمای کرام چې د علمي سویې تثبیت په ازموینه کې په عالیه او خامسه درجو بریالي شوي او تراوسه یې پورته ازموینو ته نوم لیکنه نه ده کړې او غواړي په دغه معذرتي ازموینه کې ګډون وکړي، کولی شي د ۱۴۰۱ مرغومي ۲۶ دوشنبه ماښام۵:۰۰ بجو پورې په لاندې لینکونو کې خپل نومونه ثبت کړي، د ازموینې وخت به وروسته اعلان شي.
۱ – د دیني مدارسو ښوونځیو او انسټیټونو(څوارلسم) فارغانو د نوم لیکنې لینک چې په مخکې ازموینه کې غیر حاضر شوي: https://forms.gle/hQjPfYMfWFzGSPFd9
۲ – په خامسه او عالیه درجو د علمی سویې د تثبیت ازموینې کامیاب علمای کرامو د نوم لیکنې لینک:   https://forms.gle/VpoUb2MTfQKMKA5x6
یادونه: آنلاین نوم لیکنه د هغو کسانو لپاره ده چې د تېرې ازموینې(اختصاصي، شپې، دیني مدارسو او علمی سویې د تثبیت) کانکور آی ډي لري.
هغه کسان چې د تېرې پنج شنبې ورځې(اختصاصي، شپې او دیني مدارسو) ازموینې ته یې نوم لیکنه نه وه کړې یعنې کانکور ای ډي نه لري او غواړي ازموینه ورکړي، کولی شي د ازموینو ملي ادارې څخه له یک شنبې مرغومي۲۵ سهار له ۸:۰۰ بجو نوم لیکنې فورم ترلاسه او له طی مراحل وروسته یې د مرغومي ۲۶ دوشنبه ماښام ۵:۰۰ بجو پورې بېرته ازموینو ملي ادارې ته وسپاري.
یادونه: د اختصاصي، شپې، دیني مدارسو او علمي سویې د تثبیت ازموینې ګډونوال چې د خپلې تېرې ازموینې د کانکور ای ډي نمبر یې له یاده وتلی وي کولی شي په دغه لینک کې خپل ای ډي نمبر ترلاسه کړي: https://nexa.gov.af/fa/list-of-candidates
د متفرقه(معذرتي) ازموینې حق الشمول ۴۰۰ افغانۍ دی او د کارتونو ترلاسه کولو پر وخت ازموینو ملي ادارې مسؤلینو له لورې اخیستل کیږي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©