د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د اختصاصي، شپې او دیني مدارسو متفرقه ازموینې خبرتیا

1401/10/28 1300

د څوارلسم فارغانو اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو متفرقه(معذرتی) ازموینې ټولو ګډونوالو ته چې په مرکز او ولایاتو کې یې په آنلاین ډول ازموینې ته نوم لیکنه کړې او همدارنګه هغه ګډونوال چې د همدې(متفرقه) ازموینې لپاره یې له ادارې څخه فورمې ترلاسه کړي او بېرته یې ادارې ته سپارلي، خبر ورکول کیږي چې د راتلونکې شنبې په ورځ(۱۴۰۱ سلواغه/دلو۱) سهار ۸:۳۰ بجې یې د ازموینې کارتونه وېشل کیږي او د یک شنبې په ورځ(۱۴۰۱ سلواغې/دلو۲) په کابل کې ازموینه اخیستل کیږي.
 د کارتونو وېش او بایومتریک معلومات د ثبت ځای: کابل پولي تخنیک پوهنتون 
د ازموینې ځای: کابل پولي تخنیک پوهنتون 
د متفرقه ازموینې حق الشمول ۴۰۰ افغانۍ دی او د کارتونو د وېش پر مهال د ازموینو ملي ادارې مسؤلینو له خوا اخیستل کیږي.
ګډون کوونکي باید د بایومتریک معلوماتو د ثبت او ازموینې په ورځ اصلي پېژندپاڼه یا پاسپورټ له ځانه سره ولري.
یادونه: دا چې په راتلونکو ورځو کې به موسم واورین وي، نو له ټولو هغو ګډونوالو څخه چې په ولایاتو کې دي په درنښت هیله کیږي چې د ازموینې لپاره مخکې له مخکې کابل ته ځانونه راورسوي څو په ازموینه کې غیرحاضر نه شي.
په دغه لست کې د ازموینې د ګډونوالو نومونه شامل دي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©