د کانکور ازموینې داوطلبانو ته اسانتیاوې برابرول او په کې د یو شمیر ناروغ ځوانانو ګډون!
د ازموینو ملي ادارې مشر په ځانګړي هدایت د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینه کې داوطلبانو ته بېلابېل سهولتونه برابر شوي وو، چې په پایله کې یې یو شمیر هغو داوطلبانو چې صحت یې سم نه وو، هم ګډون کړی وو، چې دا کړنه د هېوادوالو د پراخ هرکلي سره مخ شوه.
د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینه، چې (۹۵۸۷۷) تنو ورته د عمومي، ۱۴ پاسانو او علمای کرامو(عالیه او خامسه) درجو سویې تثبیت په موخه نوملیکنه کړې وه، په پنځو پړاونو کې واخیسته، چې په لنډو ورځو کې به یې پایلې په شفاف ډول اعلان شي.
په دغه ازموینه کې ګډونوالو ته د تېرو ازموینو په پرتله ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې وې، چې دلته یې د یو شمیر سهولتونو یادونه کوو.
پخوا د ازموینې وخت دوه ساعته او (۴۰) دقیقې و، چې د ازموینې ګډونوالو به په اسانۍ سره نشو کولی، چې پوښتنې په ارام مغز حل کړي او تل به په دې وېره کې و، چې د ازموینې وخت یې ژر پوره نشي، خو اوس دا وېره ختمه وه او د ازموینې وخت (۴) ساعتونو ته غځول شوی و.
دغه راز مخکې به د ازموینې پوښتنې په دري ژبې جوړېدلې او پښتو ته به په داسې ډول ژباړل کېدلې، چې خاص مفهوم به ترې نه اخیستل کېده، چې سږ کال دا ستونزه هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوې وه، او د هرې برخې متخصص استاد له لوري په پښتو او دري ژبو مختلفې پوښتنې برابرې شوې وې، چې ټول هېواد کې له دې برخې چا شکایت نه دی کړی.
همدارنګه هغه کسان چې له هېواده بهر یې زده کړې کړې وې، هغوی ته د پښتو او دري ترڅنګ، په انګلیسي او عربي ژبو د ازموینې ورکړې سهولت هم برابر شوی و، چې سږکال د خارج مرز داوطلبانو هم په ډېرې خوښۍ سره په ازموینه کې ګډون وکړ او ازموینه یې ورکړه.
دغه راز هغه کسان چې ناروغ و، د هغوی لپاره د صحي امبولانسونو چمتو کولو او له صحنې بهر په صحي امبولانسونو او ورته نورو ځایونو کې د ازموینې ورکولو زمینه مساعده شوې وه، چې ګڼ شمیر ناروغ ځوانانو هم په یاده ازموینه کې ګډون وکړ او ازموینه یې ورکړه، چې د هغوی کورنیو او ګڼو هېوادوالو له لوري خوښي څرګنده شوه او دا چاره یې مثبت ګام وبللو.
د ازموینو ملي اداره تل په دې هڅه کې ده، چې افغان ځوانانو ته د ازموینو په برخه کې اسانتیاوې برابر کړې، څو افغان ځوانان وکولی شي، د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي.
د ازموینو ملي اداره چې موخه یې په هېواد کې د بېلابېلو ادارو لپاره د سترو او ډله ییزو ازموینو اخیستل دي، چارې یې د پخوا په پرتله ډېرې پراخه شوي دي، دې ادارې پخوا یوازې د ښوونځیو له فارغانو څخه کانکور ازموینه اخیستله او پوهنتونونو ته به یې نوي محصلان ورپېژندل؛ خو اوس لکه څرنګه چې له نوم څخه یې معلومیږي، دغه اداره هر کال مختلفې ازموینې اخلي او پایلې یې په بشپړې روڼتیا سره اعلانوي.