ازموینو ملي ادارې نن د افغانستان طبي شورا ایکزیټ او د کابل طبي علومو پوهنتون صحت عامې ماسټرۍ پروګرامو له نوماندانو ازموینه واخیسته.
د ازموینې په پرانیسته کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د افغانستان طبي شورا سرپرست ډاکټر ګل محمد عثمان، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال حافظ محمد حامد حسیب، د کابل پوهنتون مسؤلینو او ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی و.
د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د پرانیستې په مراسمو کې د هېواد لپاره په طبي ډګر کې ټولنې ته د با استعداده او مسلکي ځوانانو د ورپېژندنې په موخه د ایکزیټ ازموینې اخیستل، په علمي میدان کې د پرمختګ لامل وباله.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل: (( افغانستان د تېرو څو لسیزو ګډوډیو له امله په صحي برخه کې وروسته پاتې شوی او دغه برخه چې خورا مهمه ده، باید د معیاري کولو لپاره یې ډېر هڅې وشي.))
نوموړي زیاته کړه: (( ځوانان باید یواځې د ډیپلوم په لرلو اکتفا ونه کړي؛ بلکې د علمیت او کمال په ترلاسه کولو سره خپل مؤثریت په ټولنه کې ثابت او داسې خدمت وړاندې کړي، چې ټولنه او د افغانستان ولس ورته اړتیا لري.))
هغه وویل: (( اوس چې په هېواد کې سرتاسري امن تأمین دی او علمي هڅو ته ښه زمینه مساعده ده؛ ځوانان باید له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او د نویو تجربو پر مټ، په هره برخه کې ځانونه د علم په ګاڼه سمبال کړي.))
ازموینو ملي ادارې رئیس ځوانانو ته د ازموینو ملي ادارې سیستم د روڼتیا په تړاو ډاډ ورکړ او ویې ویل (( ازموینو ملي ادارې د سیستم سازۍ له لارې په ازموینو کې له اشخاصو سره د هر ډول کمک امکان له منځه وړی او هیڅوک نه شي کولی په ناحقه د چا په بریالیتوب کې له چاسره همکاري وکړي.))
ورپسې د افغانستان طبي شورا سرپرست ډاکټر ګل محمد عثمان په هېواد کې د طبي خدمتونو کیفیت لوړولو او ټولنې ته د مسلکي ډاکټرانو د ورپېژندلو په موخه د ایکزیټ ازموینې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د ازموینې په اخیستلو کې یې د ازموینو ملي ادارې له هڅو مننه وکړه.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مرستیال حافظ محمد حامد حسیب د طبي زده کړو معیار لوړیدل اړین وبلل او زیاته یې کړه: ((ټولنه په طبي برخه کې تربلې هرې برخې زیات مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره باید د زده کړو معیار تخصصي شي.))
د افغانستان طبي شورا ایکزیټ ازموینې ته شاوخوا ۳۳۰۰ ډاکټرانو او د کابل طبي علومو(ابو علی ابن سینا) پوهنتون صحت عامې ماسټرۍ پروګرام ته شاوخوا ۶۰۰ تنو نوم لیکنه کړې وه، چې نن یې په کابل پوهنتون کې ازموینه واخیستل شوه.
جمعه: ۱۴۰۲ وږي۱۰