د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې نن د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۲ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، څوارلسم فارغانو او علمي سویې تثبیت ۲۵ تنه مخکښ بریالي چې د هېواد په کچه یې لوړې نومرې اخیستې وې، تقدیر کړل.

1402/06/20 576


د یادو ځوانانو د ستاینې په مراسمو کې ازموینو ملي ادارې مشرتابه، د کورنیو چارو مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د ځوانانو معین قاری محمد یونس راشد، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال مولوي محمد فقیر، خصوصي شرکتونو استازو او نورو بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی ؤ.
د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینو کامیابانو او د هغوي کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ، ځوانانو ته د کیفیت لرونکو او اغېزمنو زده کړو د زمینو برابرولو لپاره د اسلامي امارت د هلو ځلو په تړاو معلومات ورکړل.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل: ((افغانان په دیني او عصري برخو کې د علم ودې ته اړتیا لري او د دواړو برخو په پیاوړتیا سره د ولس او اسلام خدمت کیږي.))   
ازموینو ملي ادارې رئیس زیاته کړه: ((که څه هم نوره نړۍ عصري علومو ته د ټولنې د پرمختګ لپاره د یو ضرورت په سترګه ګوري خو د افغانستان مسلمان ملت ورته د یو عبادت په نظر ګوري، ځکه د عصري علومو پر مټ کولی شو د اسلامي نظام استحکام تضمین کړو، په عصري میدان کې قوت پیدا کړو او د نظام لپاره د مثبتو تبلیغاتو په برخه کې پیاوړی بشري ځواک وروزو.))
په مراسمو کې د ځوانانو معین محمد یونس راشد، کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال مولوي محمد فقير د ځوانانو د تعلیمي او مسلکي وړتیاو پر لوړولو او هغوی ته د مناسبو امکاناتو برابرولو په تړاو خبرې وکړې. یادو مشرانو په خپلو خبرو کې له ځوانانو وغوښتل، چې بهرنیو هېوادونو ته له بې هدفه ورتللو څخه ډډه وکړي او په خپل هېواد کې په پاتې کېدو سره خپلو خلکو او وطن ته د خدمت جوګه شي.
په یادو مراسمو کې د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې یو تن مشر ګډونوال حاجي محمد سالم چې په ازموینه کې د فراه ولایت شرعیاتو پوهنځي ته بریالی شوی هم خبرې وکړې، ځوانان یې د زده کړو په لاره کې همت ته وهڅول او د ازموینو ملي ادارې د شفافو کړنو څخه یې مننه وکړه. نوموړي وویل: د دې لپاره چې په کانکور ازموینه کې پر عدالت او روڼتیا باوري شوی و، په ازموینه کې یې ګډون وکړ او له امله یې د خپلې خوښې څانګې ته بریالی شوی دی.
ورپسې د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینو د مخکښو کامیابانو په استازیتوب د کانکور عمومي اول نومره محمود منصوري او د خامسه درجې تثبیت ازموینې اول نومره سید عبدالله خبرې وکړې، د ازموینو بریالیو ځوانانو ته یې مبارکي وویله، د ازموینو پروسې یې شفافې یادې کړې او د ځوانانو تشویق برنامو له امله یې د ازموینو ملي ادارې رئیس الحاج شیخ عبدالباقي حقاني او اړوندو ادارو مسؤلینو له هڅو مننه وکړه.  
د مراسمو په پای کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د دې ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني او بېلابېلو ادارو مسؤلینو له خوا د ازموینو مخکښ کامیابانو ته د کانکور ایوارډونه او چمتو شوې ډالۍ ووېشل شوې.  
۱۴۰۲ سنبله۱۹

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©