د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې د نفت او ګازو شرکت بستونو لپاره د استخدام ازموینه واخیسته

1402/08/12 322

نن د ازموینو ملي ادارې له لورې د کابل په ګډون د هېواد په شپږو زونونو کې د مالیې وزارت اړوند د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت بستونو لپاره د مسلکي کارکوونکو د استخدام او همدارنګه د امارتي پوهنتونونو شپې پوهنځیو کانکور ازموینې واخیستل شوې.

یادې ازموینې چې په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ او بدخشان پوهنتونونو کې تنظیم شوې وې، له ټولو ولایتونو څخه په کې ځوانانو د نفت او ګازو دولتي شرکت بستونو او همدارنګه شپې پوهنځیو لپاره ګډون کړی ؤ.

د یادو ازموینو پرانیسته نن په کابل پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې، نفت او ګاز شرکت، مالیې وزارت، کابل پوهنتون او بېلابېلو ادارو مسؤلینو له خوا ترسره شوه.

په پرانیسته کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني وویل: (( د نړۍ د ترقۍ اصلي لامل مستعدو ځوانانو او نخبه کادرونو څخه په مناسبو مسلکي ځایونو کې ګټه اخیستل دي او له نېکه مرغه اسلامي امارت هم خپله ټوله هڅه پیل کړې چې کار اهل کار ته د سپارلو په لاره کې ځوانانو ته پراخه کاري فرصتونه رامنځ ته کړي.))

ازموینو ملي ادارې مشر زیاته کړه: (( افغانان همت لرونکي خلک دي او دوی به په خپلو مټو او فکر سره وکولی شي خپل هېواد د ابادۍ پر لور روان کړي.))

نوموړي وویل: د نفت او ګازو شرکت ازموینه چې د ازموینو ملي ادارې له لورې اخیستل کیږي، زموږ ټوله هڅه داده چې په ازموینه کې شفافیت په بشپړه توګه تضمین شي او یوازې مستحق او وړ کسان اړوندو بستونو ته وروپېژندل شي. هغه همدارنګه زیاته کړه په پوهنتونونو کې د شپې پوهنځیو پروګرامونو شتون د ټولو هغو ځوانانو لپاره چې د ورځې له مخې مصروفیتونه لري، د زده کړو یو ښه فرصت دی او هڅه کوو د شپې پوهنځیو کانکور ازموینو له لارې بېلابېلو پوهنتونونو ته محصلان معرفي کړو.

د نفت او ګاز شرکت رئیس نصیر رحیمي د یادو ازموینو د تنظیم له امله د ازموینو ملي ادارې او کابل پوهنتون له کړنو مننه وکړه او ویې ویل: ((کار اهل کار ته د سپارلو او د استخدام پروسو کې د هر ډول اړیکو څخه د خوندیتوب په موخه یې د یاد شرکت بستونه آزادې سیالۍ ته وسپارل او خوښ دي چې ازموینه یې په شفاف ډول د ازموینو ملي ادارې له لورې اخیستل کیږي.))

نوموړي وویل: ((د افغانستان نفت او ګازو شرکت د هېواد لپاره یو اقتصادي سکتور دی او د ودې سره به یې له یوه پلوه هغو ځوانانو ته چې د طبعیي زېرمو د مدیریت او بېلابېلو برخو کې مسلکي زده کړې لري، د کار زمینې برابرې شي او له بله پلوه به د هېواد لپاره د عوایدو غوره سرچینې رامنځ ته شي.))

د مراسمو په پای کې د ادارو مسؤلینو له لورې د پوښتنو صندقونه پرانیستل شول او ازموینه رسماً پیل شوه. 

۱۴۰۲ لړم۱۲   

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©