د ازموينو ملي ادارې مشر الحاج شيخ عبدالباقي حقاني د دې ادارې رهبري غړيو سره د چارو د لا ښه والي او تنظيم په موخه ناسته ترسره کړه!
په دغه ناسته کې الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي اداره، د دې نظام یو مهم واحد وباله او زیاته یې کړه:(( په ازموینو ملي ادارې، چې د نورو ادارو له لورې کوم اعتماد کېږي، هغه د شفافیت په وجه دی؛ ځکه دې ادارې خپله ذمه واري په ښه شکل سره ادا کړې او کومې ازموینې چې اخلي، په پوره شفافیت سره یې پایلې هم اعلانوي.))
ازموینو ملي ادارې مشر همدارنګه له ټولو مسؤلینو څخه جدي غوښتنه وکړه، تر څو خپلو ورسپارل شويو مسؤلیتونو ته په ښه شکل توجه وکړي او پرته له کوم خنډ او ځنډ په خپل وخت سره اجراآت وکړي.
د دغې ناستې په ترڅ کې الحاج شیخ عبدالباقي حقاني په تېرو رهبري ناستو کې د جوړو شویو کمېټو د کړنو راپورونه واورېدل او په بېلابېلو برخو کې یې د کارونو د ښه ترسراوي په موخه یو شمېر نورې کمېټې وټاکلې.
ښاغلي حقاني یادو کمېټو ته دنده وسپارله، تر څو د پاکستان هېواد څخه راستانه شويو هېوادوالو لپاره د کانکور ازموینې سیستمونو سره د بلدتیا په موخه د لارښود وړیا برنامې په لار واچوي؛ تر څو هغه افغان ځوانان، چې له هېواد څخه بهر يې زده کړې کړي، د ازموينې د سيستم سره آشنا او په دې برخه کې د کومې ستونزې سره مخ نه شي.
دوشنبه، ۱۵ لړم/عقرب ۱۴۰۲