سمع شکایات: 421 408 0748 مدیریت پذیرش: 8528 998 074 نشرات: 311 147 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

...د ترکیې اوسیم ادارې له لوري د ازموینو ملي ادارې د تخنیکي سیستمونو نویو

1402/08/23 7946

د ترکیې اوسیم(OSYM) ادارې له لوري د ازموینو ملي ادارې د تخنیکي سیستمونو نویو کولو دوه ورځنی سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

د ازموینو ملي ادارې رئیس الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د خپلو خبرو پرمهال د اوسیم اداري همکاري د ازموینو ملي ادارې تخنیکي سیستمونو نویو کولو په برخه کې خورا مهمه وبلله او د دوی له همکارۍ یې مننه وکړه.

په دغه سمینار کې د ازموینو ملي ادارې تخنیکي مشاور پوهنیار استاد یما امان د دې ادارې مختلفو برخو او ازموینو ډولونو اړوند معلومات وړاندې کړل او د اکاډمیکو، روغتیايي، تعلیمي، خدماتي، ملکي او بېلابېلو ادارو لپاره د ازموینو اخیستلو پر اهمیت یې رڼا واچوله.

یما امان په ازموینه کې شفافیت، د رشوت اخیستو مخه نیول، د پایلو اعلان، سیستم کې د انساني دخالت مخنیوی او د دې ادارې د ټولیزو لاسته راوړنو یادونه وکړه او وویل: « هرې ادارې چې د خپلو ازموینو اخیستلو په موخه د ازموینو ملي ادارې ته مراجعه کړې ده، د هغوی ازموینې مو اخیستې او د رد ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.»
ورپسې د اوسیم ادارې راغلي پلاوي او د ازموینو ملي ادارې مسؤلینو ترمنځ پر ځینو تخنیکي مسایلو بحثونه او د هغو پر حل لارو نظرونه تبادله شول.

الحاج شیخ عبدالباقي حقاني راغلي مېلمانه په ستاینلیکونو او ډالۍ په ورکړې سره تقدیر کړل او د هغوی له لوري افغانانو سره د معلوماتو پر شریکولو یې خوښي څرګنده کړه.
د سمینار په پای کې د اوسیم ادارې پلاوي وویل، چې موږ په هره برخه کې په ځانګړې توګه په سیستم جوړونه کې هر راز همکاريو ته تيار يو.
سه شنبه، ۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۲

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©