سمع شکایات: 421 408 0748 مدیریت پذیرش: 8528 998 074 نشرات: 311 147 0748 د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک چارو د تنظیم رئیس او د مقام ویاند: 2000 500 076 برښنالیک : info@nexa.gov.af

نن د ازموینو ملي ادارې له لورې د هېواد په ۱۳ ولایتونو(حوزو) کې د مدرسو فارغانو د خامسې او مافوق الثانویه علمي درجو تثبیت ازموینې ګډونوالو ته د کارتونو وېش او بایومتریک معلوماتو ثبت لړۍ پیل شوه.

1402/11/19 8954

نن د ازموینو ملي ادارې له لورې د هېواد په ۱۳ ولایتونو(حوزو) کې د مدرسو فارغانو د خامسې او مافوق الثانویه علمي درجو تثبیت ازموینې ګډونوالو ته د کارتونو وېش او بایومتریک معلوماتو ثبت لړۍ پیل شوه.

دغه پروسه چې تر نن مازدیګر څلورو بجو دوام لري، په ترڅ کې به یې شاوخوا(۱۳۰۰۰) طلباء کرامو ته چې د ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې، کارتونه وویشل شي او بایومتریک معلومات به یې ثبت شي.

د ازموینو ملي ادارې مسؤلین او تخنیکي ټیمونه تېره ورځ ټولو اړوندو(۱۳) ولایتونو ته رسیدلي او نن سهار ۸:۰۰ بجې په ټولو حوزو کې یاده لړۍ په خورا منظم ډول پیل شوې.

د طلباء کرامو د خامسې او فافوق الثانویه علمي درجو د تثبت ازموینه به سبا د جمعې په ورځ د کابل په ګډون ۱۳ حوزو کې واخیستل شي چې له ټول هېواد څخه به په کې د ازموینې نوماندان ګډون وکړي.

د ازموینو ملي ادارې مشرتابه د یادې ازموینې د ښه مدیریت او په ازموینه کې د ګډونوالو لپاره د لازمو اسانتیاو په موخه مخکې له مخکې قوي تدابیر نیولي او ډاډ ورکوي چې ازموینه به رڼه او د هر ډول درغلیو، واسطو او اړیکو څخه پاکه وي.

د یادونې وړ ده چې د ازموینو ملي ادارې مشر هم د یادې ازموینې څخه د نظارت په موخه بلخ ولایت ته تللی او سبا د جمعې په ورځ به په بلخ ولایت کې د یادې ازموینې په پرانیسته کې ګډون وکړي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©