د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

په کابل پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې له لورې د علماء کرامو د خامسه او مافوق الثانویه علمي درجو د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.

1402/11/20 655

په کابل پوهنتون کې د علماوو د خامسې او مافوق الثانویه علمي درجو ازموینې د پوښتنو صندوق، نن د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حق-اني، د اسلامي تعلیماتو معینیت د دیني مدرسو او دارالحفاظونو رئیس مولو-ي عبدالرزاق صدیق، کابل پوهنتون محصلانو مرستیال صلاح الدین ایوبي او د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو له لورې پرانستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د ازموینو ملي ادارې مرستیال ګډونوالو ته د ازموینې شفافیت او رامنځته شویو اسانتیا په تړاو معلومات ورکړل او د یادې ازموینې تنظیمول یې د ازموینو ملي ادارې له لورې د علماوو لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله.

ازموینو ملي ادار مرستیال وویل: «د علماو تر قیادت لاندې افغانانو د تېر اشغال لمن له هېواد څخه ټوله کړه او اوس وخت دی چې په هېواد کې د علمي پرمختګ لپاره ګامونه پورته شي. نوموړي زیاته کړه «ټولنه په بېلابېلو برخو کې د علمي کادرونو روزني ته اړتیا لري او د خوښۍ ځای دی چې د ازموینو ملي اداره په دې برخه کې خپل مسؤولیتونه په ډېره شفافه او ښه ډول ترسره کوي.»

ازموینو ملي ادارې مرستیال ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د ازموینو پروسه خورا منظمه ده او ټول مسؤولین او استادان هڅه کوي د علماوو لپاره په ازموینه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او ستونزو ته یې لاس رسی وکړي. هغه همدارنګه وویل «ازموینو ملي اداره یوازې د ګډونوالو استعداد ته لومړیتوب ورکوي او هیڅ ډول شناخت، واسطه او روابط د دې ادارې په کړنو کې ځای نه لري.»

د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال صلاح الدین ایوبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په ټولنه کې د علماو ونډې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:« د علمي سویې د تثبیت دغه ازموینه د علمي معیار د ټاکلو او په راتلونکې کې علماوو ته د لا نورو لوړو تعلیماتو په موخه د زمینو برابرولو یو ګام دی.»

د اسلامي تعلیماتو معینیت د مدرسو او دارالحفاظونو رئیس مولو-ي عبدالرزاق صدیق د ازموینو ملي ادارې کړنې وستایلې او ویې ویل: د دې لپاره چې علماء کرام د یوې رسمي او علمي محتوا درلودونکي شي د علمي سویې د تثبیت ازموینه ترسره کول او په دغه ازموینه کې بریالیتوب یوه ګټوره لاره ده. نوموړي وویل د ازموینو ملي ادارې سیستم په هېواد کې د ازموینو یو پرمختللی سیستم دی او پرمټ یې کولی شي د علماو ازموینې په ښه ډول مدیریت کړي.

د مراسمو په پای کې د پوښتندو صندوق د ګډونوالو او رسنیو پر وړاندې خلاص او د هېواد د هر اړخیزې ودې او ارامۍ لپاره دعا ترسره شوه.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©