د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموينو ملي ادارې له لورې د نن په بلخ ولايت کې د طلباء کرامو د خامسې او مافوق الثانويه علمي درجو تثبیت ازموينې د پرانيستې مراسم تر سره شول!

1402/11/20 413


په دغه پرانېستغونډه کې د ازموينو ملي ادارې مشر الحاج شيخ عبدالباقي حقاني، د بلخ ولايت معاون شيخ الحديث نوراالهادي ابوادريس، د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف ابو عاصم عثماني او د بلخ ولايت د معارف رئيس شيخ عبدالجليل شهيد خېل ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د ازموينو ملي ادارې مشر الحاج شيخ عبدالباقي حقاني د ازموینې ګډونوالو لپاره د رامنځته شویو اسانتیاوو او په ټول هېواد کې د ازموینې د ښه مدیریت په برخه کې د ازموینو ملي ادارې د هڅو په اړه معلومات ورکړل او د هېواد په ابادۍ او اسلامي نظام د دوام او پايښت په برخه کې يې دیني او عصري زده کړې مهمې وبللې.

دغه راز شيخ عبدالباقي حقاني وويل:(( د اسلامي نظام دوه ذمه وارۍ دي، يو د ولس ديني ضرورتونه پوره کول بل دنيا وي ضروروتونه، نن د علمای کرامو ذمه واري ډبل شوې ده، اوس د ولس دنياوي صورتونو ته هم متوجی يوو.)) ښاغلي حقاني د افغانستان علماء کرامو ستاينه وکړه او ولس وګړي يې د دوی ملاتړي وبلل.

نوموړي وويل:(( موږ بايد دواړو علومو (ديني او عصري) ته متوجې شو، افغانستان په دواړو علومو کې وروسته پاتې دی، وجه يې دا ده، چې څلور لسیزې مو په جنګ کې تېرې کړي، اوس بايد وخت خراب نه کړو او خپلې ذمه وارۍ ته متوجې شو.))
شيخ عبدالباقي حقاني اکمال تخصص ازموينې ته په اشارې سره وويل:(( په ازموينه کې د مبايل له استعمال او بې نظمۍ څخه بايد مخنیوی وشي، کنه نو څنګه چې د اکمال تخصص ازموينې ځینو ګډونوالو نتيجې باطلې شوې وې، ستا نتيجې هم باطلېږي؛ ځکه دا لوی امانت دی او موږ هېڅکله په دې امانت کې خيانت نه شو کولی.))
حقاني د علمای کرامو د شوق او ذوق ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د علمای کرامو همدا همت به دا وران افغانستان جوړوي.

په دغه غونډه کې، بلخ ولايت د والي معاون، د بلخ پوهنتون رئيس او د پوهنې رئيس د ازموينو ملي ادارې د مشر الحاج شيخ عبدالباقي حقاني خدمتونه، نوښتونه او کړنې وستايلې او د طلباء کرامو د خامسه او مافوق الثانويه علمي درجو تثبيت سويې ازموينې ګډونوالو ته يې ډاډ ورکړ، چې د ازموينو ملي اداره به ستاسې حق تاسې ته سپاري او هېڅکله به د چا حق ضايع نه کړي.
د مراسمو په پای کې د ازموينو ملي ادارې مشر او نورو مسوولينو او استازو پر وړاندې د پوښتنو صندقونه‌ پرانيستل شول.
جمعه ۱۴۰۲ سلواغې ۲۰

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©