د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې د بلخ ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو او اداري بستونو له کاندیدانو څخه ازموینه واخیسته

1401/08/01 3845

د پوښتنې صندوقونه د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش، بلخ پوهنتون مشرتابه، د بلخ پوهنې ریاست معاونینو او بلخ پوهنتون استادانو له خوا پرانیستل شول.

د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش د ازموینو ملي ادارې تازه فعالیتونو او مصرفیتونو د تشریح ترڅنګ، په تېر کال کې د پوهنې وزارت لپاره د ښوونکو د استخدام پروسې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه ازموینو ملي ادارې د تېر کال په ترڅ کې ګڼ شمېر سترې ازموینې واخیستې او پایلې يې په ډېر شفاف ډول له هېوادوالو سره شریکې کړې.

د ازموینو ملي ادارې رییس د بلخ ولایت ښوونکو ازموینې د بشپړې روڼتیا په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ ویې ویل هڅه کوو د یادې ازموینې پایلې د راتلونکې اونۍ تر پایه اعلان کړو.

د بلخ پوهنتون رییس دوکتور خلیل الله کلیوال، د پوهنې ریاست مرستیال غفران الله هجرت او اداري اصلاحاتو مسوول عبدالعزیز شریفی ازموینې څخه د نظارت په موخه بلخ ولایت ته د پوهاند خموش له ورتګ څخه خوښي وښوده او د ازموینې په مدیریت، ټولنیز عدالت په تطبیق او یاد ولایت لپاره د مسلکي ښوونکو په ګمارنه کې یې د ازموینو ملي ادارې له هڅو مننه وکړه. 

د بلخ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ښوونکو او اداري بستونو لپاره ۱۱۱۵۷ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له دې جملې څخه ۴۸۷ تنه به یې په یادو بستونو کې بریالي شي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©