سمع شکایات: 421 408 0748 مدیریت پذیرش: 8528 998 074 نشرات: 311 147 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د زمري ۲۸مه د افغانستان د استقلال ورځ مبارک!

1403/05/29 236

د اسد ۲۸ مه ؛
د افغانستان د استقلال مبارکه ورځ ! 

الحاج دوکتور شيخ عبدالباقي حقاني

له نن ورځ څخه (۱۰۵) کاله وړاندې چې افغانانو کومه خپلواکي واخېسته، هغه د افغانانو د بې شمیره قربانیو نتيجه وه، دې قربانیو وروسته نسلونو ته د همت، غیرت او د سر لوړۍ ژوند تېرولو درس ورکړ .

د مشرانو همدا درس  و، چې اولادونو يې وروسته د‌ دنيا هېڅ جابر طاقت ته سر ښکته نه کړ او د دنیا د دوو لويو طاقتونو (روس او امريکا) سره يې داسې مقابله وکړه، چې  ټوله دنيا يې حیرانه کړه.
  ديادولو وړ ده، چی دواړه طاقتونه يواځې د افغانستان داشغال په نيت نه وو راغلي؛ بلکې ټولې سيمې ته يې ښې او مثبتې  ارادې نه درلودې، چې د افغانانو دې  بې دریغه قربانیو يواځې افغانستان آزاد نه کړ؛  بلکې  ددې مثبت اثرات په سيمه او د نړۍ په ګڼو هېوادونو  مرتب  شول، که د قربانيو په نتیجه يادو طاقتونو شکست نه وای کړی؛ نو سيمه به تر اوسه په دغه حال نه وه پاتې.

د روسانو او د هغې نه وروسته  له امريکا او د ناټو څخه چې افغانانو کومه ازادي واخېسته په ټولو کې  په ځانګړې توګه د سيمې هېوادونه د افغانانو مرهون احسان دي، د سیمې هېوادونه بايد د افغانانو دا احسان درک کړي او هميش بايد د افغانانو ملاتړ وکړي او د تکلیف او ځورونو څخه يې  په ټول ژوند کې ډډه وکړي.

متاسفانه چې افغانان نن د ګاونډيو او سيمې د ځینو خلکو لخوا ځورول کېږي، نا ارامه او غير مطمئن وخت تېروي.
افغانانو ته تکليف ورکول او ځورول يې په حقیقت کې احسان فراموشي او د دوی سره جفا ده، چې دا پايلې د هميش لپاره مثبتې نه وي .

ټولو افغانانو ته د دې خپلواکۍ مبارکي وايم او هغو مشرانو ته د الله تعالی څخه جنتونه غواړم، چې په خپلو قربانيو يې دا هېواد آزاد او  موږ ته يې په ميراث کې پرېښودلو او موږ ته يې د ازادۍ او خپلواکۍ درس راکړ.
 موږ ته دې الله تعالی  د دې لوی نعمت  د ساتلو او د شکر توفیق راکړي او د ګاونډيو او سیمې هېوادونو قومونو او مسؤولینو ته دې الله تعالی د افغانانو د احسان درک او احساس نصیب کړي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©