سمع شکایات: 421 408 0748 مدیریت پذیرش: 8528 998 074 نشرات: 311 147 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې نن د کابل پولي تخنیک پوهنتون ماسټرۍ ۱۱ څانګو لپاره د نویو محصلانو د جذب ازموینه واخیسته.

1403/05/29 530

ازموینو ملي ادارې نن د کابل پولي تخنیک پوهنتون ماسټرۍ (۱۱) څانګو لپاره د نویو محصلانو د جذب ازموینه واخیسته.

یادې ازموینې ته (۸۲۶) تنه شارټ لیست شوي وو، چې له جملې څخه (۳۳۰ ) تنه به یې د پولي تخنیک پوهنتون په ماسترۍ څانګو کې جذب شي.
د یادې ازموینې د پوښتنو صندوق په کابل پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالرشید اقبال او د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال استاد صلاح الدین ایوبي له لورې پرانیستل شو.

د ازموینې په پیل کې د مشرانو له لورې د علمي برنامو پر اغېزو او په ټولنه کې د مسلکي علومو د ونډې په تړاو خبرې وشوې او ګډنوالو ته یې د ازموینې روڼتیا او ازموینو ملي ادارې شفافو کړنو په تړاو معلومات ورکړل شول.

ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني د ازموینې له صحنو څخه لیدنه وکړه او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، که چېرې څوک د ازموینې په تړاو شکایت لري، کولی شي له ممتحن استادانو سره یې شریک کړي او ورته به لاس رسی وکړي. 

د یادونې وړ ده، چې په تېره اونۍ کې د ازموینو ملي ادارې له لورې د کابل پوهنتون (۲۳) ماسټرۍ پروګرامونو ازموینه واخیستل شوه او راتلونکې پنجشنبې په ورځ به هم د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ازموینه واخیستل شي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©