په دغو برنامو کې د ریاضي، تفسیر، فقه او قانون، آموزشي مدیریت، ټولنپېژندنه، انګلیسي ادبیات، دري ادبیات، پښتو ادبیات او عمومي ښوونې او روزنې ماسټرۍ څانګې شاملې دي.
د یادې ازموینې د پوښتنو صندوق په کابل پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله ح-ق-انی، د ازموینو ملي ادارې بېلابېلو برخو رئیسانو او د کابل پوهنتون مسؤولینو او استادانو په حضور کې پرانیستل شو.
د ازموینې په پیل کې د ازموینو ملي ادارې مالي او اداري رئیس معلم احمد حقاني د ماسټرۍ پروګرامونو ارزښت ته په اشارې سره وویل: «دا د ویاړ ځای دی چې زموږ ځوانانو ته د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې په بېلابېلو برخو کې د تخصصي زده کړو زمینه برابره شوې او اوس ځوانان د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کوي.»
نوموړي زیاته کړه: نور به افغانان د جنګ له بدبختیو سره نه مخ کیږي او په ارام زړه به د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کوي او خپلې ټولنې ته به د خدمت مصدر ګرځي.
د ازموینو ملي ادارې رئیس ډاډ ورکړ چې د مرکزي پوهنتونونو ماسټرۍ ازموینو په بشپړېدو سره به ژره تر ژره پایلې په شفاف ډول اعلان کړي.