ازموینو ملي ادارې نن د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسټرۍ او دوکتورا برنامو لپاره د محصلانو د جذب ازموینه واخیسته.
په یاده ازموینه کې د نړیوال اسلامي پوهنتون ۸ ماسټریو او۴ دوکتورا برنامو لپاره (۵۲۳) تنه شارت لیست شوي وو چې له جملې څخه ۴۰ تنه به یې دوکتورا او ۲۴۰ تنه به یې ماسټرۍ څانګو کې جذب شي.
د ازموینې د پيل په پار جوړه شوې غونډه کې د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله ح-ق-اني د پوهې پر ارزښت او په نېک نیت سره د زده کړو د ترسره کولو پر ګټو خبرې وکړې.
نوموړي وویل: افغانستان چې اوس له جنګونو وتلی، د شته ستونزو د حل لپاره یې باید ځوانان د خپلو علمي سویو په پورته کولو سره لازمې لارې چارې برابرې کړي.
ازموینو ملي ادارې مرستیال زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی چې نن د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه علمي برنامې شروع شوي او په مختلفو برخو کې متخصص کادرونه روزل کیږي.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطا ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د رامنځته شویو علمي سهولتونو په تړاو معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې په یاد پوهنتون کې به د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړې د نړیوالو معیارونو په رڼا کې پر مخ ځي او محصلانو ته به ټول اړین امکانات برابریږي.