ازموینو ملي ادارې نن د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو او فعالیتونو په تړاو معلومات له رسنیو سره شریک کړل.
په یاد کنفرانس کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د دې ادارې تخنیکي او اداري مرستیال شیخ رحیم الله حقاني او د پوښتنو بانک چارو د تنظیم رئیس او ویاند عرفان الله عباد، د ادارې مهمو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه توضیحات ورکړل او د رسنیو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني وویل: ازموینو ملي ادارې موخه د بېلابېلو ادارو لپاره د شفافو ازموینو اخیستل دي او دا اداره توانېدلې چې په دې برخه کې د ولس او نظام ترمنځ د باور یو قوي پل او اړیکه رامنځته کړي. نوموړي وویل زموږ هڅه داده چې هیڅ ځوان له تحصیل څخه پاتې نه شي، له همدې امله مو ځوانانو ته اسانتیاوې برابرې کړي څو په اسانۍ سره وکولی شي نوم لیکنه وکړي او ازموینو کې ګډون وکړي.
ازموینو ملي ادارې سرپرست وویل: ازموینو ملي ادارې په تېر یو کال کې ۵۸ ازموینې اخیستي، چې په کې (۱۷۷۰۲۰) تنو ګډون کړی ؤ او له جملې څخه (۸۷۱۰۳) تنه مستعد ځوانان یې بېلابېلو ادارو ته د بریالیو په توګه ورپېژندلي.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل: د خودکفا کانکور ازموینو سیستم رامنځته کولو لپاره هڅې شوي، د ازموینو ملي ادارې ستراتیژيک پلان جوړ شوی، د لومړي ځل لپاره د ډله ییزو ازموینو قانون مسوده جوړه شوې او د وروستیو مراحلو لپاره عدلیې وزارت سره شریکه شوې، د هېواد په اوو زونونو کې د ازموینو ملي ادارې واحدونه رامنځته شوي، په ازموینو کې د ګډونوالو لپاره لازمې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي، نوم لیکنې پروسې ساده شوي، راستنېدونکو ځوانانو ته د ازموینې حق الشمول معاف شوی، د پوښتنو بانک ته پر پښتو او دري ژبو سربېره انګلیسي او عربي ژبو پوښتنې ورشاملې شوي، بېلابېلو برخو لپاره ۱۰ طرزالعملونه او ۲ لایحې جوړې شوي، د هرې ازموینې لپاره جلا د پوښتنو بانک رامنځته شوی، د بایومتریک پروسو تطبیق له لارې هیڅ کس نه دی توانېدلی چې د بل چا پر ځای ازموینه کې ګډون وکړي، په ازموینو کې د ګډونوالو نه رضایت په تړاو د شکایاتو اورېدو پروسه تنظیم شوې او په بېلابېلو برخو کې د پام وړ اقدامات ترسره شوي چې د ولس او نظام د خوښۍ لامل ګرځېدلي دي.
د کنفرانس په پای کې د رسنیو کارکوونکو پوښتنو ته د ویناوالو له لورې ځوابونه وویل شول او د موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول.