د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ډاکټرانو فراغت غونډه کې د الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني صاحب وینا!
بسم الله الرحمن الرحیم
ډېرو قدرمنو حاضرینو، د اسلامي امارت مشرانو، قدرمنو متخصصینو او د متخصصینو خپلوانو! ډېر زیات خوشحاله یو، چې په دې غونډه کې له تاسې سره ګډون لرو.
یقیناً دا د افغانستان د مجاهد ولس په ژوند کې د خوشحالۍ یو نوی پړاو دی،
مشرانو ډېرې ضروري خبرې وکړې، دا چې زه یو څه ناروغ هم یم، فقط څو مختصر خبرې عرض کول غواړم!
قدرمنو! په دې هېواد کې موږ دوه ډوله ادارې لرو او هره اداره دغسې فارغان ورکوي او دواړه ډوله ادارې د ولس لخوا څخه اکمالیږي.
۱-یو دیني ادارې دي (دیني مدارس) چې هغه هم د ولس لخوا اکمالیږي.
۲-عصري ادارې دي(ښوونځي او پوهنتونونه) دا هم د ولس لخوا اکمالیږي.
په دې دواړو کې د ولس په بودیجه او ولس په همکاریو ځوانان روزل کېږي او په دواړو کې ځوانان د ولس خدمت ته وړاندې کېږي.
که د دیني مدارسو څخه راوځي هم د ولس خدمت کوي او که د عصري ادارو څخه راوځي هم د ولس خدمت کوي، د دواړو توپير دومره دی ، چې دیني مدارس ولس ته د الله تعالی د عبادت او بندګۍ طریقې ور ښايي، موږ الله تعالی د څه لپاره پیدا کړي یوو؟ الله ج موږ او تاسې د عبادت لپاره پیدا کړي یوو، چې لمونځ به په دې ډول، روژه، زکات او حج به داسې اداء کوې او همداسې نور مسایل...
او عصري ادارې د ولس د ژوند نور خدمتونه کوي، د اسلام مدافع ادارې دي، دوی د مسلمانانو،عزتونه، مالونه، اولادونه او سرحدات ساتي.
د دیني مدارسو او عصري تعلیمي او تحصیلي ادارو ترمنځ هېڅ توپير نشته، که ضرورت ته یې وګورو ولس ته د دیني ادارو اړتیا شته او هم دوی عصري ادارو ته ضرورت لري.
په دې (۴۵) کاله کې چې موږ دواړه ډوله ادارو ته وګورو او موږ د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ځان مقایسه کړو، په دواړو میدانونو کې موږ شا ته پاتې یو او نړۍ سره سیالي نشو کولی.
د دواړه ډوله ادارو استادان او فارغان ولس ته خپل – خپل مسؤولیتونه لري، داضرورده چې دوی څنګه زیاتو خدمتونو ته متوجه شي او موږ د سیمې او نړۍ په کچه سیالي وکړلی شو.
موږ په دواړو میدانونو کې د ولس مقروض یو، په دواړو میدانونو کې چې څومره لازم خدمت دی، موږ نه دی کړی، خو که وګورو چې کوم میدان دولس زيات مقروض دی او په کوم میدان باندې د ولس قرض زیات اوښتی دی؟
دیني میدان ته که موږ راشو، په دې میدان کې تر ډېره حده موږ خودکفاء یو، د ولس چې کوم دیني ضرورتونه دي، دیني ادارو ته چې کله هم په عباداتو، معاملاتو او نورو قضایاو کې ولس مراجعه وکړي مشکل حلیږي، داسې نه دي شوي چې زموږ یو مسلمان هېوادوال بهر هېوادونو ته د دې لپاره روان وي، چې زما په عباداتو او معاملاتو کې یو مشکل دی، چې زما د وطن دیني ادارې دا مشکل نشي حلولی، د خپل دیني مشکل د حل لپاره زه بهر هېواد ته سفر کوم.
په تېرو ۴۵ کلونو کې د ډېرو مشکلاتو سره - سره بیا هم داسې نه دي شوي او نه داسې کومه قضیه مخې ته راغلې ده.
که عصري میدان ته راشو، په دې میدان کې زموږ لپاره مهم میدان هغه د صحت او طبابت میدان دی، زموږ په زرګونه بلکی په لکونه ناروغ هېوادوال بهر هېوادونو ته روان دي.
معلومه شوه، چې دا میدان د ولس ډېر قرضدار دی او دا میدان باید دې خبرې ته متوجه شي، چې موږ د ولس دا حق څنګه اداء کړو؟
نن د خوشحالۍ خبره ده چې موږ د خدماتو او ولس ته د قرض اداء کولو په برخه کې یو مثبت قدم اخلو، الله تعالی دې د عامې روغتیا وزارت مشرانو او په ځانګړې توګه هغو مسؤولینو ( د اکمال تخصص رياست رهبرۍ) ته چې په دې برخه کې یې مثبت رول لوبولی او ډېر زیار يې ویستلی دی لوی اجر ورکړي.
دا زموږ ولس ته د حوصلې ورکولو یوه مهمه ورځ ده، چې موږ ټولنې ته داسې متخصصین وړاندې کوو، چې ان شاء الله تر ډېره حده پورې به د ولس د دې مرض علاج او دوا وګرځي.
زه د ډېر وخت څخه په دیني او عصري میدان کې پاتې شوی یم او د دواړو ميدانونو تر ډيره حده ښه تجربه لرم، دا روان مجلس د مشورو مجلس دی زما نه وړاندې نورو مشرانو هم تاسې ته خپلې قيمتي مشورې درکړې، زه هم په خپل وار سره غواړم چې خپلی مشورې درسره شريکې کړم چې دا میدان څنګه مترقي وګرځي، څنګه خودکفا وګرځي او څنګه د سیمې او نړۍ هېوادنو سره سیالي وکړای شي، او هغه مشکلات چې وړاندې ادوارو کې تجربه شول، چې بیاتکرار او مخې ته رانشي.
که موږ تېرې ۴۵ کلنې دورې ته وګورو، زموږ تعلیمي او تحصیلي ډګر یوه ډېره لویه برخه چې وګورو؛ نو د ولس په څنګ کې نه ده ولاړه شوې، د خپل مذهب او دین په څنګ کې نه ده ولاړه؛ بلکې د اشغالګرو په څنګ کې ولاړه وه.
که دې هېواد ته بدبختیانې راوړل شوې دي، په دې کې د دې میدان د ډېروځوانانو لوی رول او نقش و، د دې اصل وجوهات څه دي؟ او څنګه د دې اصلاح راتللی شي؟ څنګه موږ خپل راتلونکی داسې تضمین کړو چې بیا زموږ تعلیمي او تحصیلي ډګر د اشغالګرو په خدمت کې رانشي؟
او بیا داسې ونشي، چې زموږ دتعلیمي او تحصیلي ډګرځوانان د خپل ولس لپاره زهر قاتل وګرځي او د خپل ولس لپاره قاتلان وګرځي، دا پریشانۍ خو موږ او تاسې ولیدلې او تېرې شوې.
زه له ډېر وخته په دې فکر کې وم، چې د دې مشکلاتو بنیادي وجوهات څه دي؟ او موږ خپل قيمتي تعلیمي او تحصیلي ډګرونه له دغه ضعیف حالت نه څنګه ویستلی شو؟ او څنګه کیدای شي چې د دغه ډګرونوځوانان د خپل ولس په څنګ کې ودریږي، د خپل دین په څنګ کې ودریږي او دغه مشکلات چې مخکې ادواروکې تکرار شوي بیا له هغې نه محفوظ شو.
چې هغه مشکلات (البته زماله نظره )په لاندې ډول دي:
۱- د نیت ستونزه :
یو اساسي مشکل چې په دې میدان کې یې یو محصل او د هغه سرپرستان هم لري، هغه د نیت خبره ده.
مثلا:ً د کور نه یو محصل راځي او غواړي له ځان څخه ډاکټر جوړ کړي؛ نو د اکثرو پلارانو او سرپرستانو دا نیت وي، چې که دا زوی مې ډاکټر شي زموږ ژوند به ورسره ښه شي د پر سکونه او روښانه ژوندخاوندان به شو، پیسې اوسهولتونه به مو په ژوند کې ډېر شي ، او د ډاکټر هم دغه سوچ وي چې که زه ډاکټر شم سبا به د خدمت مصدر وګرځم؛ نو ښه او د سهولتونو څخه ډک ژوند به ولرم، د دغه نیت نتیجه دا راووتله چې کله هم ډاکتر صاحب د فراغت سند او ډېپلوم ترلاسه کړي ؛ نو د خپل نيت په اساس د ښه ژوند په لټه کې وي، چې ښه ژوند به چیرې او د چا په څنګ کې وي، د چا او په کوم نظام کې وي او بس ، هغه د خپل وطن او ولس ګټې په نظر کې نه نیسې، دیني تقاضو ته پام نه کوي، بس د ده چې چیرته ښه ژوند برابریږي هلته روان وي،تاسو په تېرو دوو اشغالونو کې دا حالت وليده او ډاکټر نجیب يې يوه ژوندۍ بېلګه ده دا زموږ د مشکلاتو یو اساسي وجه ده، د دې وجې نه ښه به دا وي، چې د دې نه بعد محصلان او د دوی سرپرستان دا نیت وکړي، چې ښه ژوند یوه وړه او جز وي خبره ده، راشه یو اجتماعي نیت وکړه، چې موږ د اسلام او مسلمان ولس څنګه خدمت وکړو.
اسلام له تا څخه ښه ژوند نه اخلي، د ولس خدمت له تا څخه ښه ژوند نه اخلي، که د اسلام د خدمت نیت وکړې اويا د ولس د خدمت نيت وکرې معاش او تنخوا به هم اخلې او عزت به دې د هغه چا په نسبت زيات وي چې هغه دا نیت نه وي کړی؛ ځکه چې دا ولس مسلمان دی، اسلام ته وفادار دی، چې مسلمان ډاکټر وي، دینداره ډاکټر وي، هغه ته په ډېره عقېده او جذبه باندې مسلمانان ورځي او ورته خوشحاله وي، دا اوس هم تاسې وګورئ چې کوم ډاکټر دینداره وي، هغه باندې د مسلمانانو ګڼه ګوڼه زیاته وي او مسلمانان ورته زیاته مراجعه کوي؛ نو زموږ د مشکلاتو اساس او بنیاد يو د محصل اوسرپرست نیت دی.
تاسې د استادانو په مرحله کې یاست، متخصصین جوړ شوي یاست، تاسې خپلو شاګردانو او محصلینو ته دغه نیت ور وښایئ ،چې راشئ د خپل شخصي ژوند ښه کولو اراده مه کوئ؛ بلکې د اسلام او د مسلمانانو خدمت اراده وکړئ، ګټه به یې دا وي، چې ته کله هم د فراغت سند او ډېپلوم واخلې، او د يو خدمت فرصت درته په لاس درځي او په هغې کې د اسلام، او مسلمانانو نقصان وي، هغه ځای ته به نه وړاندې کېږې.
دغه څه موده وړاندې د اشغال په دواړو دورونو کې ډېری ځوانان اشغال سره د مرستې لپاره وړاندې شول، وجه یې دا وه، چې دوی د ښه ژوند نیت کړی و او دوی ته( ددوی په اند) په اشغال کې ښه ژوند په لاس ورتللو، نور یې د ولس او اسلام تقاضو سره څه کار نه و.
۲-
دویم مشکل زموږ د افغاني ټولنې په نسبت چې موږ ګاونډ او دنیا ته وګورو، هغه دا دی، چې په دنیا کې هم چې کله دې میدان ته څوک راوځي د هغه اراده د علم اوکمال د حصول وي، نه د ډېپلوم ترلاسه کول، مترقي هېوادونو کې که تاسې چا ته ووایئ چې دا د ډاکټرۍ او تخصص ډېپلوم دی دروايي خله، څوک یې درڅخه نه اخلي، لیکن زموږ په افغاني ټولنه کې دغه فکر تر زیاته حده پورې رایج دی، چې موږ دډېپلوم ترلاسه کولو لپاره کوښښ کوو، بس چې موږ ته سند په لاسه راغلو، که علم راسره نه وي، بیا هم پرې خوشحاله یو او بیا کوښښ کوو چې ددې ډپلوم نه موږ څنګه استفاده وکړو، د دې وجې نه موږ شاته پاته یو، چې کله هم د یو چا سره ډېپلوم وي او ازموینې ته را وړاندې شي، بیا له ډېرو مشکلاتو سره مخ وي او دازموينې غوښتنې نه شي پوره کولای او پايله يې بيابيا ناکامي اورسوايي وي.
موږ خو د ازموینو ملي اداره کې یو، څه وخت وړاندې موږ له (۸۰۰۰) اته زره ډاکټرانو څخه امتحان واخيست، ډېره زیاته ناکامي مخې ته راغله، د هغې لویه وجه دا ده، چې زموږ زیاته او ډېره لویه برخه ځوانان په دې فکر کې دي، چې موږ ډېپلوم څنګه ترلاسه کړو؟ د علم په سوچ او فکر کې نه وي، همدغه وجه ده چې زموږ ولس ته یې بې اعتباري پیداکړې ده، ولس د واقعي او جعلي ډاکټر فرق نه شي کولای، ولس په دې میدان باندې بې اعتباره دی، ولس پوه دی چې ډېری ځوانانو تعلیم نه دی کړی او ډېپلوم يې لاس ته کړی او د دې په اساس يې کلینیک خلاص کړی، د دې وجې نه زموږپه زرګونه هيوادوال بهر ته روان دي، دا ولس د مستۍ نه بهر هېوادونو ته نه ځي؛ بلکې د مجبورۍ او د يادې بی اعتبارۍ له وجې ځي د پلار او نيکه پټی خرڅوي، په قرض پیسې را اخلي، خو ناروغ بهر هېوادونو ته بیايي او بنیادي وجه يې دا ده، چې دغې حالت د ولس اعتماد زیانمن کړی دی، خو که دغه رواج زموږ په هېواد کې ختم شي؛ نو موږ د ولس په خدمت کې کامیابیدای شو او د سیمې او دنیا له هېوادونو سره سیالي کولی شو.
۳-
درېیم مشکل چې موږ ګورو او په حقیقت کې زموږ د کامیابۍ راز هم دی، هغه دا چې زموږ په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې له پخوا نه را په دې خوا چې سړی ورته ګوري، د ټولنیز فکر کمی دی.
که تاسې وګورئ په جاپان باندې اټومي اسلحه وکارول شوه، لیکن د جاپان یو سړی دې ته فکرمند شو، چې دا هېواد ابادول غواړي، نن تاسې وګورئ جاپان یې کوم ځای ته ورسولو، زموږ او ستاسې علمي کادرونه الحمدلله ډېر زيات دي، لیکن په دغه فکر کې تر ډېره حده پورې موږ پاتې راغلي یو، چې زموږ تعلیمي او تحصیلي ډګر د وطن د ابادولو او د وطن د خودکفا کولو او له دنیا سره د همسیال کیدو فکر او سوچ وکړي، دا زموږ یو ډېر لوی کمی دی، په دنیا کې موږ ګرځو او ګورو، د هر هېواد علمي کادرونه د خپل هېواد، ځوان نسل، هېواد خودکفا ګرځولو، نورو سره همسیال کولو او د هېواد راتلونکي لپاره ډېر فکرمند وي، لیکن موږ په دې میدان کې ډېر کمی لرو.
که موږ دې میدان ته فکرمند شو، لکه دا اوس چې (۳۰۰) ځوانان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي، استادان فکرمند شي، چې دغه شاګردان موږ څنګه داسې شاګردان جوړ کړو، چې ولس ته په دې میدان کې ځواب ویونکي اوسي، د ګاونډیو، سیمې هېوادونو او نړۍ سره سیالي وکړلی شي، دوی سره زحمت وویستل شي، دا شاګردان بیا اینده کې له خپلو نورو شاګردانو سره خواري وکړي؛ نو شته ستونزې حلیږي.
الحمدلله افغانان په پوهه او ځیرکتیا کې له هېچا کم نه دي او له ټولو څخه اوچت او لوړ دي، موږ په دنیا کې ګرځو، هر یوه پوهنتون کې تکړه استاد چې وګورې هغه افغان وي، بیدار او ځیرکه محصل هغه افغان وي، کمی دا دی چې ښه ماحول ورته نه لرو، کمی دا دی چې یو ټولنيز سوچ او فکر نه لرو، که دا پیدا شو، موږ په دې باور یو چې په ټولو برخو کې به موږ له دنیا څخه مخکې کېږو ان شاءالله؛ ځکه چې الحمدلله موږ له دنیا څخه په هېڅ شي کې کم نه یو.
راځئ افغانستان ته فکرمند شو، دلته ناست (۳۰۰) متخصصین که دا عزم او اراده وکړي، چې افغانستان نور له دې مشکل وباسو، په الله تعالی قسم که موږ بیا بل چا ته ضرورت ولرو، دا (۳۰۰) تنه زموږ دهيوادلپاره بس دي، دا (۳۰۰) ډاکټران چې دا فکر وکړي، چې موږ به افغانستان او دا نظام له دې مشکل څخه وباسو، د ګاونډیو له احتیاج یې خلاصو، ګاونډیو سره سیال کوو، دنیا سره سیالي کوو، دغه (۳۰۰) ډاکټران د افغانستان لپاره بس دي، خو که دوی ټولنیز سوچ وکړي، د ولس سوچ وکړي او د هېواد سوچ وکړي.
مشوره مې دا ده، چې د عامې روغتیا وزارت دې دغو ډاکټر صاحبانو ته یو پروګرام جوړ کړي، کم نه کم دوی دې د هېواد سرحداتو ته يو ځل بوځي، تورخم ته دې یې بوځي، چې هلته د افغانستان د خلکو دا مجبورۍ او مشکلات وګوري، یو څه احساس به ورسره زیات شي، چې موږ ته دغه مجبوره ولس را په غاړه دی، د همدغه بیچاره او مجبوره ولس خدمت ته موږ وړاندې شوي یو.
الحمدلله ښه ځوانان لرو، ښه کادرونه لرو، خو که موږ یو ځلې عزم او اراده ورته وکړو، چې ولس او وطن له دې حالت او مجبورۍ نه وباسو؛ نو ان شاء الله ویستلی یې شو اوداځکه چې موږ له هېچا کم نه یو.
اخیري مشوره مې دا ده، چې د ولس نفسیات درک کړئ، زموږ زیاته برخه محصلان او د تعلیمي او تحصیلي ډګر ځوانان د افغان ولس نفسیات نشي درک کولی، چې زموږ د ولس نفسیات څه دي؟ زموږ د ولس نفسیات دا دي، چې دا ولس مسلمان دی، اسلامي نظام غواړي، اسلامي نظام نه بغیر دوی په بل نظام قناعت نه کوي، که قناعت یې کولی له کمونستانواو روسانو سره به یې (۱۴) کاله جهاد نه کولو، که قناعت یې کولی له امریکا او ناټو سره به یې دا(۲۰) کاله جهاد نه کولو، دې ولس ځان ټوټې - ټوټې کړ، دغه ولس مجاهد او مسلمان ولس دی، د ولس نفسیات درک کړئ، ولس دینداره دی، ولس دینداره سړی خوښوي، ولس اسلامي نظام غواړي او د اسلامي نظام نه بغیر په بل نظام باندې قناعت نه کوي، راشئ د ولس او د ولس غوښتنو سره څنګ کې ودریږو.
هغه ډاکتران چې بهر ته تللي دي، د ولس په پیسو یې زده کړې کړي، ځان یې یو ځای ته پرې رسولی دی، لیکن په بهر کې د نورو خلکو خدمت کوي، د خپل ولس په څنګ کې نه دي ولاړ، دا هغه ډاکټران دي چې ولس سره یې وفاء نه ده کړې، راشئ ولس سره وفاء وکړئ او د ولس نفسیات درک کړئ!
موږ او تاسې خو په همدغه ولس کې را لوی شوي یو له ولس نه بهر خلک نه یو، خو همدغه مو ژوند دی، د ولس له ژوند سره ځان برابر کړو، که موږ دا ووایو، چې موږ غټ خلک یو، تحصیل مو کړی او بل ځای ته به ځو نوی او مترقي ژوند به غواړو؛ نو موږ خو له بل ځای نه یو راغلي او د همدې ولس بچیان یو، مور او پلار او ګاونډیان مو څنګه ژوند تېروي، دغسې ژوند به مونږه هم تېروو که دغسې ژوند ما او تا وکړو او د ولس خدمت ته ملا وتړو؛ نو په دې ولس کې به عزتمند یو، دا ولس به له تاسې سره ولاړ وي، ولس به راڅخه خوشحاله وي او د ښه خدمت مصدر به وګرځوو؛ نو الله تعالی دې وکړي چې تاسې د ډېر خدمت مصدر وګرځئ.
په وروستیو کې یو ځل بیا ټول افغان ولس، فارغو متخصصینو او د هغوی سرپرستانواوخپلوانو ته مبارکي وایم!
الحمدلله نن د داسې ورځې شاهدان یو، چې زموږ تکړه متخصصین د خپل ولس د خدمت میدان ته وړاندې کېږي.
دا ډېره بنیادي خبره ده، تېر (۴۵) کاله په دې ولس باندې داسې حالت تېر شوی دی، چې موږ د دنیا له رواج سره برابر نه یو، په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې مو ډېرې بې نظمۍ تېرې شوې، اوس چې کله اسلامي نظام مخې ته راغلی؛ نو هغه زاړه عادتونه هم کله - کله د ځينو ځوانانو لخوا په کې تکرار شي؛ نو په دغو اړوند میدانونو باندې ډېر فشار وي، په موږ په عالي تحصیلاتو وزارت کې هم ډېر فشارو، د ازموینو ملي اداره کې هم په موږ ډېر فشار دی، ځینې دتحصيلي ډګرځوانان دا غوښتنې لري چې په غیر معیارې او غیر اصولي طریقې سره د خدمت میدان ته راشي؛ لیکن الحمدلله د اسلامي امارت مشران دې خبرې ته متوجه دي، چې دا د اسلام او د مجاهد ولس یو ډېر لوی امانت دی ، چې یو سړی ډاکټر نه وي او موږ یې ولس ته د ډاکټر په حیث وړاندې کړو، دا ډېر لوی خیانت دی، د اسلامي امارت یو مشر هم دا خیانت نه کوي.
ډاکټر صاحب حیدر ته دې الله تعالی ډېر اجر ورکړي، چې په دې میدان کې یې ډېر لوی ابتکار وکړ، دغه میدان یې منظم کړ.
په دې میدان کې ډېر شکایتونه او ډېر مشکلات ول او دا ټول به د ولس له ګټو لپاره ګالو، که له موږ څخه یو څوک خپه کېږي خیر دی خپه دې شي، لس یا شل تنه به خپه شي، خو بلخوا به ټول ولس ته خیر ورسیږي، که موږ د یو چا لحاظ وکړو، سړی ډاکټر نه دی او موږ یې ولس ته وړاندې کړو، دا مو د ټول ولس سره خیانت وکړ، او دغه خیانت یوازې د اخرت تاوان نه دی؛ بلکې د دنیا تاوان هم دی.
په تېرو شلو کلونو کې ډېر لوی خیانتونه شوي دي، د دې وجې نه زموږ ولس پریشانه دی او د بل په دروازو باندې ولاړ دی؛ نو ان شاءالله د اسلامي امارت ادارې دې ته معتهدې دي ،چې ولس ته به دا باور ورکوي، چی هغه څوک چې واقعاً ډاکټر وي، دا به ستاسې خدمت ته وړاندې کېږي او په دې برخه کې ټول ژمن دي.
الله ج دې، دې ډاکتر صاحبانو ته د پوره خدمت توفیق ورکړي.
وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين