مولوی سید محمد صابر د ازموینو ملي ادارې د دعوت او ارشاد رییس په توګه معرفي او نن یې رسماً په دغه اداره کې خپله دنده پیل کړه.
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش، اداري او تخنیکی مرستیال مولوی رحیم الله حقانی او بېلابېلو برخو مسوولینو د دعوت او ارشاد رییس ته د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي سره د ښو همکاریو ډاډ ورکړ او د نوموړي راتګ یې دې ادارې ته یو ښه اقدام وباله.
پوهاند عبدالقدیر خموش د ازموینو ملي اداره یو ستر ملي او خدمتي ارګان یاد کړ او په دې اداره کې کار کول یې د ملت لپاره د خدمت کولو دروند مسوولیت وباله. نوموړي وویل د ازموینو ملي ادارې موخه هېوادوالو ته پر عدالت ولاړ رقابتي ازموینو سیستمونو برابرول دی او ډاډ من یم چې د دعوت او ارشاد رییس په راتګ سره به د دې ادارې په کارمندانو کې د غوره خدمت کولو انګیزه نوره هم پیاوړې شي.
د ازموینو ملي ادارې مرستیال مولوی رحیم الله حقانی د مولوی سید محمد صابر د شخصیت او علمي وړتیاو په اړه معلومات ورکړل، نوموړي یې د دیني علوم یو ښه مدرس یاد کړ او د دعا په کولو سره یې ورته په خپلو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
د دعوت او ارشاد رییس سید محمد صابر د ازموینو ملي ادارې د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دې ادارې د چارو په لا ښه والي او کارمندانو ترمنځ د لا ښې فضا برابرولو، اسلامي او دیني فریضو د تطبیق او رایجولو لپاره به هڅې وکړي.
۱۴۰۱ لړم ۲