ازموینو ملي ادارې د مالیې وزارت اړوند پر خالي بستونو د وړ اشخاصو د ګمارنې ازموینه واخیسته.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ازموینو ملي ادارې د ازموینو چارو د سمون رئیس مولوي محمد سرور حق-اني د ډله ییزو ازموینو په پروسو کې د ازموینو ملي ادارې پر شفافو کړنو خبرې وکړې او د ازموینې ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې دا ازموینه هم د تېر په څېر په شفاف ډول اخیستل کېږي او پایلې به يې له هر ډول لاسوهنې پاکې اعلان شي.
ښاغلي حق-اني د ازموینې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، که چیرې کوم داوطلب د ازموینې تخنیکي برخې یا پوښتنو په اړه کوم شکایت لري، کولی شي تر راتلونکو درې ورځو پورې خپل شکایت د ازموینو ملي ادارې شکایتونو مدیریت کې ثبت کړي، نوموړي وویل ستاسې شکایت ته په جدی توګه رسیدنه کېږي او د چا حق به نه ضایع کېږي.
بل لور ته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تحقیقاتو او علمي څېړنو مرستیال دوکتور محمد ولي سالاري د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې نوي ځوانان زده کړو ته وهڅوي، څو ټولنې ته د خدمت په موخه وړ اشخاص وړاندې شي.