سمع شکایات: 421 408 0748 مدیریت پذیرش: 8528 998 074 نشرات: 311 147 0748 د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک چارو د تنظیم رئیس او د مقام ویاند: 2000 500 076 برښنالیک : info@nexa.gov.af

پوهنې وزارت نن د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې (۸۱۶۵) د ښوونکو او اداري کارکوونکو خالي بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپارل چې ازموینه به یې د ازموینو ملي ادارې له خوا واخیستل شي.

1403/06/25 2372

په یاد کنفرانس کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د معارف په برخه کې د یادو بستونو اعلان د ولس او نظام لپاره د حوصلې ستر لامل وباله او زیاته یې کړه، په دې اقدام سره به له یوې خوا په هېواد کې مستعدو او تحصیل کرده ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او له بله پلوه به د پوهنې ډګر پیاوړی شي.

ازموینو ملي ادارې مشر وویل: حکومت او نظام د خپل ولس پر وړاندې دوه مهم مسؤولیتونه لري چې یو یې د اولادونو سالمه روزنه ده او بل مستعدو او اهل ځوانانو ته عدالت په رڼا کې د منصبونو او عهدو سپارل دي. هغه وویل اسلامي امارت هڅه کوي په هره برخه کې وړ ځوانان رامخکې کړي او ولس ته باور ورکړي چې د دوی د اولادونو د استعداد او زحمتونو قدر کوي.

نوموړي زیاته کړه: معارف اساس دی او چې کله د یو هېواد اساس مضبوط وي، تحصیلي سیستم یې هم غښتلی وي، خودکفا ګرځي او د نورو له احتیاجه خلاص وي.

شیخ صاحب وویل: د تېرو جګړو او بدبختیو له امله د هېواد معارف خورا کمزوری شوی، استادانو کمښت، نصابونو کې کمزورتیا او بېلابېلې ستونزې د دې لامل شوي چې له ښوونځیو څخه تر فراغت وروسته ځوانان په تعلیمي برخه کې ډېر مشکلات لري، خو لله الحمد اوس د اسلامي امارت په راتګ سره زمینه برابره شوې او موږ او تاسو ګورو چې په بېلابېلو برخو کې مثبت قدمونه اخیستل کیږي.

ازموینو ملي ادارې مشر همدارنګه ډاډ ورکړ چې هېوادوالو ته د ښه خدمت په موخه هڅه کوو هغه باور چې خلک او نظام یې د ازموینو پر ملي اداره لري، لاپسې پیاوړی کړو او د پوهنې وزارت لپاره ذکر شوې ازموینې په شفاف ډول واخلو او د معارف ډګر ته مستعد او وړ کادرونه په خپل وخت سره ورمعرفي کړو.

په یاد کنفرانس کې د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین مولوی عبدالخالق صادق د یادو بستونو اعلان د پوهنې وزارت په چوکاټ کې هېوادوالو ته د خدمتونو برابرول او معارف برخه کې د استادانو د کمښت ستونزې حل وباله او زیاته یې کړه د یو هوکړه لیک له مخې یې په یادو بستونو کې د وړ اشخاصو د ګمارنې لړۍ د ازموینو ملي ادارې ته سپارلې او ډاډ یې ورکړ چې یاده پروسه به په خورا شفاف او پرته له هر ډول واسطې او روابطو څخه پر مخ لاړه شي.

د پوهنې وزارت اداري رئیس محمد یوسف ثاقب په وینا د یادو بستونو لومړي پړاو کې ۶۰۰۰ بستونو ته په کابل ښار او ولسوالیو په ګډون ۲۴ ولایتونو کې اعلان ته سپارل شوي چې سر له نن څخه په کې نوم لیکنه پیل شوې او د ۱۴۰۳ تلې ۴مې نېټې پورې به دوام ولري.  

۱۴۰۳ وږي ۲۵    

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©