په یاده غونډه کې د ټولو ادارو په استازیتوب د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني خبرې وکړې او د امارتي ادارو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام یې د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو پراختیا او پر حکومت د باوړ ټینګولو لپاره مهم اقدام وباله او په دې برخه کې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هڅې وستایلې.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل: نن په نړۍ کې د اسلامي امارت پر وړاندې د منفي تبلیغاتو یو سیلاب روان دی او هڅه روانه ده چې د کاذبو معلوماتو د خپرولو له لارې د خلکو اذهان منحرف شي، خو د دغه پروګرام په ترسره کېدو سره حقایق منعکس شول او تر ډېره د منفي تبلیغاتو مخه ونیول شوه.
هغه زیاته کړه: د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام له لارې نړیوال د اسلامي امارت له کړنو خبر شول او د دوی اعتماد او د باور کچه پر نظام لا زیاته شوه، هېوادوال په دې مطمین شول چې په تېر یو کال کې په هره برخه کې د پام وړ اجراات ترسره شوي او اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره هڅې پیل کړي دي.
ازموینو ملي ادارې مشر وویل: اسلامي امارت په ټولو برخو کې لویې پروژې تر کار لاندې نیولي او که چېرې دغه لاسته راوړنې مستندې شي او خلکو ته ورسیږي نو د خلکو قناعت پرې حاصلیږي او د نظام د بقا او استحکام سبب ګرځي.
الحاج شیخ عبدالباقي حقاني وویل اوسنی اسلامي نظام لکه څرنګه چې د ډېرو قربانیو په پایله کې الله تعالی افغانانو ته په نصیب کړی، په همدې ډول ټول مسؤولین او مجاهدین شپه او ورځ هڅه کوي چې د خپل ولس لپاره خدمتونه ترسره کړي او خپلو خلکو ته د ژوند لازم سهولتونه برابر کړي.
نوموړي همدارنګه د هېواد د رسنیو څخه هم مننه وکړه چې د بېلابېلو ادارو د مثبتو کړنو او تر سره کېدونکو اجراتو د انعکاس په برخه کې هڅې کوي او خپل ولس ته اطلاعاتو له لارې خوښي وربخښي.
د غونډې په پای کې د ریاست الوزرا مقام له لورې د ټولو امارتي ادارو مشرتابه ته د یادو ادارو د اغېزمنو فعالیتونو تر سره کولو په موخه ستاینلیکونه ورکړل شول او د ادارو هڅې وستایل شوې.
۱۱ میزان ۱۴۰۳