ازموینو ملي اداره د وړ او مسلکي اشخاصو په لرلو سره د پخوا په نسبت لا پياوړې شوې او په چارو کې یې لا شفافیت رامنځته شوی دی.
د ازموینو ملي اداره یوه خپلواکه اداره ده، چې د هېواد په کچه ټولې ډله اییزې ازموینې، د الله تعالی په فضل، ښې رهبرۍ او غوره مدیریت سره په شفاف ډول اخلي او پایلې یې د یوې رڼې پروسې له لارې د رسنیو له طریقه ټولو درنو هېوادوالو سره شریکوي.
الحمدلله د ازموینو ملي اداره کې اوس ټولې هغه لارې بندې شوې، چې د دې ادارې د ازموینو پروسې به یې تر پوښتنې لاندې راوستې.
د ازموینو ملي اداره تل په دې هڅه کې ده، چې د ازموینو شفافو پرسو له لارې وړ او استعداد لرونکي ځوانان لوړو زده کړو او وظیفوي چارو ته معرفي کړي او حق حقدار ته وسپاري.
دا چې د ازموینو ملي اداره د کومو لارو چارو په ترسره کولو سره ټولې ډله اییزې ازموینې په شفاف ډول اخلي، په دې تړاو غواړم تاسې سره لنډ معلومات شریک کړم:
د ازموینو ملي ادارې د ازموینو تخنیکي سیستم یو افلاین سیستم دی، د دې سیستم په واسطه لومړی د ازموینې د نوملیکنې فورمې جوړیږي او بیا اړونده مرجع ته لېږل کېږي، له هغې څخه وروسته سیستم ته رسول کېږی او هر کس ته جلا - جلا ایډي جوړېږي، چی د ایډي په اساس ورته د شمولیت کارت، ځواب پاڼه، حاضري او پوښتنپاڼه جوړیږي، چی دا ټول کارونه د سیستم لخوا ترسره کېږي.
د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه، چې د اوسني عصر مؤثره ټکنالوژي ده او موخه یې په پروسه کې روڼتیا رامنځته کول دي، د ازموینو ملي ادارې له لورې په ټولو ازموینو کې په بریالیتوب سره تطبیق کیږي.
ازموینو ملي اداره د هرې ازموینې څخه ترمخه د ټولو ګډونوالو بایومتریک معلومات ثبتوي او همدارنګه د ازموینې په ورځ یې په محلونو کې بیا ځلې ګوري او ډاډ ترلاسه کوي، چې کوم بیروني کس د ازموینې محل ته د بل چا پر ځای نه دی داخل شوی.
د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسې د ازموینې په شفافیت کې خورا مرسته کړې او هېڅ کس نه شي کولی چې د بل چا پر ځای ازموینه کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې پخوا به ډېری کسانو د بېلابېلو حوزو ازموینو کې د نورو پر ځای شمولیت کاوه او د ازموینې روڼتیا ته یې زیان رساوه.
کله چی د ازموینې نېټه اعلان شي، له ازموینې څخه وړاندې قرنطین نیول کېږي او د قرنطین په ساحه کې د هر کس لپاره د هغه د ایډي په اساس کتابچه جوړېږي، زموینو ملي اداره کولای شي په یو ځل تر پنځه سوه زرو تنو څخه ازموینه واخلي.
د یاد سیستم په ذریعه د پوښتنو کتابچه د هرې ایډي په اساس جوړېږي او د هر داوطلب لپاره بېله - بېله کتابچه چی د پوښتنو او ځوابونو ځایونه یې تغیر وي، د سیستم لخوا جوړېږي.
د ازموینو ملي ادارې د تخنیکي افلاین سیستم په ذریعه چې د پوښتنو کتابچې برابرې شوې، دا کتابچې د ازموینو ملي ادارې په داخل مطبعه کې چې یو خوندي ځای دی، د ټاکل شوي هئیت تر نظارت او څارنې لاندې چاپیږي، موږ په دې چاپ خونه کې د چاپ (۷) ماشینونه لرو، چې هر ماشین په یوه ساعت کې تر (۴۰۰) پورې کتابچې چاپ کولای شي.
دا چی د هر کس لپاره جلا د پوښتنو کتابچه جوړېږي، چې د هرې کتابچې پوښتنې له یو او بل سره توپير لري، چې د ازموینې پر مهال هېڅ داوطلب نشي کولی یو له بل څخه نقل وکړي.
د ازموینی څخه وروسته د ازموینې د هر ګډونوال ځواب پاڼه د (او ام ار) د سیستم پواسطه سکور کېږي او د ازموینې د نتیجې ټولې چارې د همدې سیستم له لارې ترسره کېږي، او پایلې موږ ته په لاس راکوي او موږ هغه بیا د ازموینو ملي ادارې له ویب پاڼې څخه اعلان ته سپارو.
د ازموینو ملي ادارې په تېر یوه کال کې ( ۶۵ ) بېلابېلې ډله اییزې ازموینې په ډېر شفاف ډول اخیستې چې په تړاو یې هېڅ کوم شکایت نه دی راغلی.
دا چې د ازموینو ملي اداره یوه تخنیکي اداره ده، موږ په دې اداره کې داسې وړ، مسلکي او په کار پوه اشخاص لرو، چې د کلونو – کلونو راهیسې په تخنیکي برخه کې کاري تجربه لري، یاد مسلکي اشخاص د خپلو مهارتونو په ذریعه ټولې ازموینې په منظمه او شفافه توګه مدیریت کوي.
د ازموینو ملي ادارې مشرتابه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې دا اداره د مسلکي اشخاصو او پیاوړو تخنیکي سیستمونو په ذریعه تل د ازاد رقابت له لارې ډله اییزې ازموینې اخلي او پایلې یې په شفاف ډول اعلان ته سپاري.
د اطلاعاتو او عامه آړیکو آمریت