سمع شکایات: 421 408 0748 مدیریت پذیرش: 8528 998 074 نشرات: 311 147 0748 د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک چارو د تنظیم رئیس او د مقام ویاند: 2000 500 076 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي او پالیسۍ چارو مرستیال د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو او کارکوونکو ته وینا وکړه.

1403/08/26 1960

 

د یادې وینا پر مهال د ازموینو ملي ادارې سرپرست الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني او د بېلابېلو برخو مسؤولینو هم حضور درلود.
الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي صاحب د علمي شخصیت په تړاو کارکوونکو ته معلومات ورکړل او ازموینو ملي ادارې ته یې د نوموړي له ورتګ څخه مننه وکړه.

شیخ محمد فقیر محمدي په خپلو خبرو کې په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت او په دغه نظام کې د خلکو لپاره خدمت کول ستر نعمت وباله او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې له رامنځته شوي فرصت ګټه پورته کړي او د ولس لپاره رښتینی خدمت ترسره کړي.
نوموړي وویل: افغانانو د اشغال په خاتمه کې ډېرې قربانۍ ورکړي او اوس مهال په ټولو هغو کسانو چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي، د ښه خدمت کولو حق لري.
امربالمعروف وزارت مرستیال د اسلامي احکامو او د پېغمبر صلي الله علیه وسلم د اخلاقو او کړنو په اړه کارکوونکو ته معلومات ورکړل او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، چې په کارونو کې نظم، عاجزۍ او صداقت ته پوره پاملرنه وکړي او یو پر بل د برترۍ او کبر څخه ځانونه وساتي.
شیخ محمد فقیر محمدي همدارنګه د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون په تړاو خبرې وکړې، ویې ویل:  دغه قانون د علماوو په مشورو د اسلام او شریعت له اصولو سره سم جوړ شوی او د ټولو مسلمانانو حقوق په کې خوندي شوي دي.
هغه وویل: مغرض هېوادونه او خلک د پوچو تبلیغاتو پر بنسټ هڅه کوي، چې د افغانانو ذهنونه خراب کړي او ترمنځ یې بې اتفاقي رامنځته کړي، خو دا د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د لوستو او پوهو کسانو مسؤولیت دی، چې ټولنه له بې اتفاقۍ وژغوري او د اسلامي نظام ترڅنګ ودرېږي.   
یاده ناسته د ازموینو ملي ادارې د ازموینو چارو د سمون رئیس مولوي محمد سرور حقاني له لورې په دعا سره پای ته ورسېده.
شنبه، ۲۶ لړم ۱۴۰۳ هـ.ل

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©