۱۴۴۶/۷/۲۸ ه ق
ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د پوهنې وزارت اړوندو ښوونکو او اداري کارکوونکو د استخدام ازموینې څخه د نظارت په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر تللی او په دغه سفر کې یې د یو شمېرولایتونو له والیانو او بېلابېلو ادارو مسؤولینو سره لیدنې او ناستې ترسره کړي دي.
شیخ عبدالباقي حقاني په جوزجان ولایت کې د یاد ولایت له والي قاري ګل حیدر شفق او همدارنګه فاریاب کې د یاد ولایت له والي مولوي عبدالاحد فضلي سره او د پوهنې ریاستونو مسؤولینو په ګډون بېلابېلو ادارو استازو سره لیدنې وکړې او په یادو ولایتونو کې یې د پوهنې وزارت لپاره د مسلکي استادانو او کارکوونکو د استخدام پروسې په تړاو معلومات ورکړل.
نوموړي د پوهنې وزارت لپاره د مسلکي ښوونکو او کارکوونکو د استخدام ازموینه یوه ملي پروسه یاده کړه او په دې برخه کې یې د ټولو ذیربطو ادارو کړنې اغېزمنې وبللې.
په یادو لیدنو کې د مربوطه ولایتونو مسؤولینو ډاډ څرګند کړ چې د پوهنې وزارت لپاره د وړ او با استعداده ښوونکو او کارکوونکو ګمارنه د هېواد د تعلیمي سکتور پیاوړي کول دي او په دې برخه کې به د ازموینو ملي ادارې سره هر ډول همکاري ترسره کړي.
ټاکل شوې نن د پوهنې وزارت اړوند د ښوونکو او کارکوونکو د استخدام ازموینې لومړی پړاو د هېواد په لسو ولایتونو(بلخ، بدخشان، کندز، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بغلان، غور او دایکندي) کې ترسره شي.