سمع شکایات: 421 408 0748 مدیریت پذیرش: 8528 998 074 نشرات: 311 147 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې له لورې نن د هېواد په لسو ولایتونو کې د پوهنې وزارت لپاره د ښوونکو او اداري کارکوونکو د استخدام ازموینه واخیستل شوه.

1403/11/10 1981

۱۴۰۳ سلواغې۱۰

ازموینو ملي ادارې له لورې نن د هېواد په لسو ولایتونو کې د پوهنې وزارت لپاره د ښوونکو او اداري کارکوونکو د استخدام ازموینه واخیستل شوه.

د یادې ازموینې پرانیسته په مربوطه ولایتونو کې د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو، ولایتي چارواکو او بېلابېلو ادارو استازو په حضور کې وشوه.

د ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو او ځایي چارواکو د ازموینو په ارزښت او د هېواد تعلیمي سکتور لپاره د مسلکي ښوونکو د ګمارنې پر اړتیا خبرې کړي او په یاده پروسه کې یې د ازموینو ملي ادارې له کړنو مننه کړې.

ازموینو ملي ادارې مسؤولینو همدارنګه ګډونوالو ته ډاډ ورکړی چې ازموینه به په ټول هېواد کې په منظم او شفاف ډول ترسره شي او هیڅوک به ونه شي کولی په غیر قانوني کړنو سره د ازموینو پروسو ته زیان ورسوي.

د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګمارنې ازموینه په څلورو پړاوونو کې اخیستل کیږي چې په لومړي پړاو کې یې (بلخ، بدخشان، کندز، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بغلان، غور او دایکندي) ولایتونه شامل دي او نن یې په خورا منظم ډول ازموینه واخیستل شوه.

د یادونې وړ ده چې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني هم د ازموینې څخه د نظارت په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر تللی او په یو شمېر ولایتونو کې یې د ازموینې له بهیر څخه لیدنې ترسره کړي دي.

 

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©