ازموینو ملي ادارې نن د پوهنې وزارت اړوند ښوونکو او اداري بستونو د ازموینې پایلې اعلان کړې.
یادې پایلې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې په کې د ازموینو ملي ادارې مشرتابه، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو مسؤولینو او بېلابېلو ادارو استازو ګډون درلود، اعلان شوې.
د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د پوهنې وزارت لپاره د ښوونکو او اداري کارکوونکو استخدام ازموینه یو بشپړه شفافه ملي پروسه یاده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې په دغه ازموینه کې د روڼتیا ټول معیارونه په نظر کې نیول شوي او پوره هڅه مو کړې، چې په ټول هېواد کې دغه ازموینه په منظم ډول واخیستل شي.
ازموینو ملي ادارې مشر وویل: د هېواد پرمختګ د عصري علومو پیاوړتیا او کار اهل کار ته سپارلو پورې اړه لري او ازموینو ملي اداره تل هڅه کوي، چې د پرمختللو سیستمونو له لارې رڼې آزموینې واخلي او اهل کسان بېلابېلو ادارو ته د کامیابانو په توګه ور وپېژني.
ښاغلي شيخ صاحب زیاته کړه: د افغانستان ولس د آزادۍ لپاره درنې قربانۍ ورکړې او اوس وخت دی، چې د هېواد پوهنیز ډګر او نورو برخو د رغولو لپاره ګامونه پورته شي او اسلامي امارت په دې برخه کې په پوره ژمنتیا سره هڅه کوي.
سرپرست رئيس وویل: لکه څرنګه چې کورنۍ د خپلو اولادونو د روزنې لپاره له حاکم نظام څخه توقع لري، په همغه ډول یې باید د اولادونو لپاره د روزنې شرایط برابر شي.
ازموینو ملي ادارې رئیس په ازموینه کې بریالیو ځوانانو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې د ښوونکو په توګه خپلو راتلونکو مسؤولیتونو ته جدي متوجې ووسي او د معارف د کیفیت پورته کولو لپاره کار وکړي.
د پوهنې وزارت کیفیت تضمین مرستیال الحاج مولوی عبدالخالق صادق د یادې ازموینې په مدیریت کې د ازموینو ملي ادارې څخه مننه وکړه او ویې ویل: د ملت او حکومت د هغه باور له مخې چې د ازموینو پر ملي اداره یې لري، یاده ازموینه یې د شفافیت په موخه ازموینو ملي ادارې ته وسپارله او لله الحمد په پوره روڼتیا سره ازموینه ترسره شوه.
نوموړي وویل: په دې ازموینې سره له یوې خوا ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوه او له بله پلوه به د نویو ښوونکو په استخدام سره ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت کچه راټیته او د پوهنې کیفیت به ور سره پورته شي.
۱۴۰۳ کب/ حوت۲۰ مه